د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د افغانستان د شفقنا خبري اژانس د رپوټ له مخې زلمی خليل زاد بېګا د افغانستان د کابل په ارګ ماڼۍ کښې د ملي وحدت د حکومت له مشرانو،يو شمېر ملي شخصيتونو او د سياسي ګوندونو له مشرانو سره کتنه او خبرې اترې وکړې.د افغانستان د ولسمشرۍ د ارګ ماڼۍ د رپوټ له مخې خليلزاد په دغه کتنه کښې د سيمه ايزې اجماع د رامنځته کولو او له طالب ډلې سره د صلحې د پروسې د شروع کولو لپاره د سيمې هېوادونو، هند، پاکستان، چين او اماراتو ته د خپل سفر د پروګرامونو او جزئياتو په اړه افغان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو افغان چارواکو ته رپوټ وړاندې کړ.
محمد اشرف غني تاکيد وکړ، په افغانستان کښې د صلحې د ټينګښت لپاره بشپړه اجماع موجوده ده.
په دغه کتنه کښې د افغان ولسمشر وړومبے مرستيال جنرل عبدالرشيد دوستم، د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش د ملي وحدت د حکومت اجرائي مشر عبدالله عبدالله، له طالب ډلې سره د مذاکراتي ټيم غړيو،يو شمېر ملي شخصيتونو او د سياسي ګوندونو مشرانو شتون لرۀ. په افغانستان کښې د جنګ د ختمولو او د صلحې د ټينګښت په ادعا سره د سيمې هېوادونو ته د زلمي خليل زاد د تېر هفتې څو سفرونه له ماتې سره مامخ شول او تر اوسه يې هيڅ کاميابي نه ده لرلې،ځکه چې طالبان له افغان حکومت او امريکې سره د خبرو اترو يوازېنۍ لار له افغانستان څخه د نيواکګرانو وتل بولي.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i79714