IQNA

په سعودي د وسلو د خرڅون د بندولو لپاره د امريکې د کانګرېس د مسلمانې غړې غوښتنه

13:38 - January 19, 2019
د خبر لمبر: 3481872
نړیواله ډله: د امريکې د کانګرېس وړومبنۍ مسلمانې غړې په سعودي باندې د امريکې د وسلو د خرڅون د بندولوغوښتنه وکړه.

د بېزنېس انسائيډر سائيټ د رپوټ له مخې مېرمن ايلهان عمر د امريکې د کانګرېس د بهرنيو چارو په کمېټۍ کښې په خپله وړومبنۍ کاري ورځ کښې سعودي د بشري حقوقو يو خلاف ورزي کونکے وبله او په دغه هېواد د امريکې د وسلو د خرڅون د بندولو غوښتنه يې وکړه.

مېرمن ايلهان عمر دداسې يو دريځ د لرلو په وجه تل د سعودي حکومتي رسنيو له قهر سره مخامخه شوې ده، په دا ډول چې دغو رسنيو د ۲۰۱۸ کال د نومبر د شپږمې په مېنځ مهالوانتخاباتو کښې د امريکې کانګرېس ته د مېرمن ايلهان عمر د لار پېدا کولو په ردعمل کښې هغه تورنه کړه چې د اسلامي ډلې د يوې برخې په توګه کوشش کوي د امريکې کانګرېس په کنټرول کښې واخلي.

http://parstoday.com/ps/news/world-i79756

captcha