IQNA

هرات کې د صنعتي تولیداتو یو ننداتون پرانیستل کېږي

23:33 - February 09, 2019
د خبر لمبر: 3481936
نړیواله ډله: د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، ټاکل شوې چې نن په دغه ولایت کې د صنعتي تولیداتو یو ننداتون پرانیستل شي.
د ایکنا راپور له مخې، د تلوسه خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، ټاکل شوې چې نن په دغه ولایت کې د صنعتي تولیداتو یو ننداتون پرانیستل شي.
د دغې خونې رئیس سید خطیبي رسنیو ته وویل چې په دغه نندارتون کې به په ۸۰ غرفو کې کرنیز محصولات لکه، شات، زعفران، تولیدي کالي او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شي.
نوموی وايي چې د داشان نندارتونونو جوړول د بازار موندنې او کورنیو تولیداتو د پراختیا لپاره ډېر مهم دي.
د ښاغلي خطیبي په خبره، مخکې تر دې هم په دغه ولایت کې څو نندراتونونه له دې ډلې له ایران سره ګډ نندارتون او دغه شان د صنعتکارانو د ټولنې له خوا نندراتون جوړ شوي دي.
captcha