IQNA

مياخېل له ننګرهاریانو سره د ښې حکومتولۍ رامنځته کولو ژمنه وکړه

23:33 - February 09, 2019
د خبر لمبر: 3481937
نړیواله ډله: د ننګرهار نوي والي د معرفۍ په غونډه کې له خلکو سره ژمنه وکړه چې په اداراو کې به د فساد مخنيوی کوي او ښې حکومتولۍ ته به زمينه برابروي.
د ایکنا راپور له مخې،د talwasa.com خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، شاه محمود مياخېل د سلواغې په ۲۰مه د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د مسوولينو له لوري د ننګرهار خلکو ته د يوې لويې غونډې په ترڅ کې ور وپېژندل شو.
هغه د ننګرهار د والي په توګه په خپلو لومړنيو خبرو کې وويل، د سړکونو، پلونو او نورو پروژو د تطبيق ژمنې نه کوي، بلکې هغه مهال چې کومه پروژه تطبيق کړي، له خلکو سره به يې معلومات شريکوي.
ده خلکو ته ډاډ ورکړ، د ولايت دروازې به د خلکو پر مخ خلاصې وي او هېچا ته به د والي څنګ ته د ورتګ پر مهال هېڅ ستونزه نه رامنځته کېږي.
مياخېل وړاندې وويل: ((والي صېب حيات سه شنبه د خلکو ستونزو ته ځانګړې کړې وه، زه به هم د خلکو خدمت کې يم؛ خو فرق به دا وي چې ټول رييسان به ناست وي او هماغلته به د خلکو هر کار خلاصېږي، دغه راز به له دې وروسته چهارشنبه په رياستونونو کې ټول مامورين د خلکو ستونزو اورېدو ته ځانګړې کړي.))
د ننګرهار نوي والي خپلو مامورينو ته امر وکړ چې له خلکو د هېڅ معلوماتو پټولو هڅه ونه کړي او ټول معلومات له ولس سره شريک کړي.
دی وايي، نه به خپله فساد کوي، نه به نور فساد ته پرېږدي او نه به هم د هېچا د غلطو کارونو په اړه واسطه وکړي.
مياخېل وويل چې دلته يې له ځان سره زوى، ورور او نور خپلواک او ساتونکي يې نه دي راوړي، يواځې راغى او يواځې به ځي.
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مرستيال روح الله نيازي وويل، شاه محمود مياخېل د سيمه ييزو ارګانونو ادارې پر وړاندیز، د ولسمشر په ځانګړي فرمان د مافوق رتبه بست کې د ننګرهار د والي په توګه ټاکل شوی دی.
هغه د مخکني والي حيات الله حيات په اړه وويل چې نوموړی د هغه د ښو کارونو په وجه کندهار ته تبديل شوی دی.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړي اجمل عمر په ننګرهار کې د امنيت د تامين او په درنو وسلو د امنيتي ځواکونو د سمبالولو غوښتنه وکړه.
نوموړي دغه راز د خوږياڼو زون د امنيت په رابطه خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې لکه د شينوارو زون په څېر دې د خوږياڼو زون د امنيت لپاره هم ځانګړي عمليات پلان کړي.
د يادولو ده، شاه محمود مياخېل تر ماسټرۍ کچې لوړې زده کړې کړي او له دې وړاندې يې د کورنيو چارو وزارت د معين او ګڼو نورو برخو کې په لوړه کچه دندې ترسره کړې دي.
captcha