IQNA

د خلکو له مخالفتونو سره سره د بن سلمان امنیتی ټیم اسلام اباد ته ورسید

23:13 - February 12, 2019
د خبر لمبر: 3481949
نړیواله ډله: په پاکستان کی د عربستان د سفیر د اعلان په اساس بن سلمان له زرو نورو کسانو سره یو ځای تر راتلونکیو څلورو ورځو پورې پاکستان ته ورځی او دوه ورځې په په دغه هیواد کی شتون ولری.
د ایکنا راپور له مخې، د تسنیم خبری اژانس له راپور سره سم تراوسه د عربستان د ولیعهد بن سلمان دپیچلی امنیتی تجهیزاتو ، وسایلو او همداراز سپورټی سامان پنځه ټرکونه  په  اسلام اباد کې دوه سترو هوټلونو ته منتقل شوی دی .
په پاکستان کی د عربستان د سفیر د اعلان په اساس بن سلمان له زرو نورو کسانو سره یو ځای تر راتلونکیو څلورو ورځو پورې پاکستان ته ورځی او دوه ورځې په په دغه هیواد کی شتون ولری .
پا کستان ته د بن سلمان د سفر په درشل کی په درست هیواد پراخ غوسه راپاریدلی ده او په تیرو څو ورځو کې په بیلا بیلو سیمو کې اعتراضی غونډې ترسره شوی دی .
دا په داسې حال کی دی چی د عربستان په مشرۍ د پوځی ایتلاف پاکستانی مشر متقاعد جنرال راحیل شریف هم د ګل په ورځ په پنډۍ کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوا سره کتنه او خبرې اترې کړی دی. 
captcha