IQNA

د روهینګیا کډوالو سره د نړیواله بانک ۱۶۵ ملیون ډالر مرسته

21:46 - March 11, 2019
د خبر لمبر: 3482016
نړیواله ډله: نړیواله بانک اعلان کړې په بنګلادېش کښې مېشته د روهنیګیا کډوالو سره بیا آباد کولو، روغتیا لپاره او د جنسی تاوتریخوالی مخنیوي لپاره د ۱۶۵ ملیون ډالر مرسته کوې.

د ایکنا راپور له مخې، د آناتولی نه په نقل، نړیواله بانک په یوه بیانیه کښې ټینګار کړې چې په بنګلادېش کښې مېشته د روهینګیا کډوالو چې له میانمار نه را تښتېدلي دی نه د لومړو خدمتو لپاره، د معاشي حالاتو ښه کولو او بیا آباد کولو لپاره مرسته کوې.
د بیانیه پر اساس، د مرستې دغه پیسې به بنګلادېش ته ورکړې کېږي چې لومړي خدمتونه د کډوالو لپاره چې د میانمار د ظلم او تاوتریخوالی نه را تښتېدلي دې، ضروري او لومړي خدمتونه یی ترسره کړې.
د نړیواله بانک چارواکو دغه نکته ته اشارې سره چې د میانمار د کډوالو شمېر د بنګلادېش په تکنف (Teknaf) سیمه کښې او په اوکهیا اوپازیلا (Ukhia Upazila) درې چنده د دغه سیمې د اوسېدونکو برابر دې، وویل: دا پیسې به یواځې د ابو ذخیره کولو، د باران اوبه ذخیره کولو او د پیپونو اچولو او د روغتیا امکانات ورکولو کښې لږېږي.
همدارنګه په دغه بیانیه کښې راغلې: دا پروګرام به د طوفانونو په مقابله کښې ثابت پاتې کېدونکې ځایونو جوړولو، سړکونه، لارې، د اوبو سیسټم، پل او د لمریزه بلب هم د لارو او هم د کمپونو لپاره نصب کېږي.
د نړیواله عفو سازمان د اعلان په رڼا کښې، له کال ۲۰۱۷ نه د روهینیګیا مسلمانانو خلاف د میانمار پوځ تاوتریخوالی او ظلم شورو شوې چې ۷۵۰ زره مسلمانان، چې زیاتې په کښې ښځې او ماشومان دی ترې بنګلادېش ته تښتېدلي دې.
http://iqna.ir/fa/news/3796605
captcha