د ایران د خارجه وزارت ویاند په کویټه ښار کښې یو بازار باندې د پرونۍ ترهګرې حملې په سختې غندنې سره د پاکستان حکومت او ولس په تیره بیا د دغې پيښې د مړو کورنیو ته تسلیت ووایه او ورسره یې خواخوږي څرګنده کړه.
بهرام قاسمي وویل: د ګاونډیانو په تیره بیا د پاکستان امنیت او ثبات د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره ډیر اهمیت لري او هیله مند یو چې پاکستان توانیږي د وحدت او هوښیارۍ په ساتلو سره د سیمې د مخالفانو او دښمنانو دسیسه شنډه کړي.
په اسلام آباد کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت هم په یوه بیانیه کښې د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه ښار کښې پرون سهار شوې ترهګره چاودنه غندلې ده.
د ویلو ده چې د کویټې په هزار ګنجي سیمه کښې د شوې پرونۍ ترهګرې حمله له امله ۲۰ تنه مړه شوي او لږترلږه ۵۰ نور زخمي شوي دي