IQNA

د شيعه ؤ په وژلې په اعتراض کښې د پاکستان د خلقو پرلت غزونه

21:34 - April 13, 2019
د خبر لمبر: 3482093
نړیواله ډله: د پاکستان د بلوچستان صوبې خلقو د دغې صوبې په مرکز کوئټه ښار کښې يو ځل بيا د شيعه مسلمانانوپه وژله په اعتراض کښې پرلت غزونه وکړه.
د ایکنا راپور له مخې، د پښتو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د رپوټ له مخې پرلت غزونکو د دغې ترهه ګريزې حملې او پکښې د شيعه مسلمانانو د قتل عام په غندلو سره د ترهه ګرو د نيوالواوسزا کولو غوښتنه وکړه.احتجاج کونکو همدارنګ د سپاه صحابه، لشکر جهنګوي او جماعت الاحرار په شمول د ترهه ګرو ډلوپه خلاف د نعرو په وهلو سره د هغوي د نيولو غوښتنه وکړه.
له بلې خوا د پاکستان د کراچۍ ښار خلقو او د اماميه سټوډنټس آرګنائزېشن غړيو پرون د کوئټې ښار د ترهه ګرې حملې په غندلو کښې مظاهرې وکړې.
له بلې خوا د پاکستان شيعه علماء کونسل، مجلس وحدت مسلمين ، عزاداري کونسل  او د پاکستانه نورو سياسي او مذهبي ګوندونو د بيانيو په جاري کولو سره وويل، د  دغه هېواد حکومت نه يوازې د ترهه ګرو ډلود حملو په ختمولو کښې ناکام پاتے دے بلکه د دغه ډول حملو لمن يو ځل بيا جوماتونو،امامباړو او د شيعه مسلمانانومذهبي ځايونوته غزېدلې ده.
پرون د جُمعې په ورځ د کوئټې ښار د مېوواو سبزيو په منډۍ کښې د بم چاودنې له امله لږ تر لږه شل تنه ووژل شول او له پنځوسوزيات هم ژوبل شول.
همدارنګ نن هم هم د بلوچستان صوبې له چمن پولې سره نزدې په يوه ترهه ګريزه چاودنه کښې لږ تر لږه يو تن ووژل شواو ديارلس نور هم ژوبل شول.
تراوسه چا کس يا ډلې د دغو ترهه ګريزو چاودنو ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې.
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i81491
captcha