IQNA

په قرآن کریم نړیواله مقابلو کښې ګډون کوونکو د انقلاب معظم رهبر سره کتنه

د خلکو په پراخه توګه له سېلاب ځپلو سره مرسته د قرآن او شهیدانو ښودنې دی

10:12 - April 16, 2019
د خبر لمبر: 3482101
مقابلو ډله: حضرت آیت الله خامنه ای د قرآن کریم نړیواله مقابلو ګډون کوونکو سره په کتنه کښې، د خلکو له اړخه په سېلاب ځپلو سره سیمو ګلستان، مازندران، ایلام، ارستان او خوزستان کښې خلکو سره مرسته د دفاع د وخت غونډې سپېځلې ؤ ګڼله او زیاته یی کړه: دا خلکو له اړخه د دغو مرستې چې ګورو د ځوانانو دغه شوق او ذوق د ۶۰ کلیزې سره سمون لرې.

د ایکنا راپور له مخې، د انقلاب معظم رهبر د اطلاع رسوونکې دفتر د ویبپاڼې نه په نقل، د اسلامي انقلاب معظم رهبر نن د قرآن مجيد په نړيوالو سياليو کښې د ګډون کونکو په کتنه کښې وفرمايل: د اسلامي هېوادونو ځينې مشران په قرآني احکامو عمل نه کوي او د امريکې او صهيونېسټانو نوکران او پېروکار دي.
حضرت آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي په دغه کتنه کښې په دې باندې په تاکيد سره چې په قرآن باندې عمل په دنيا کښې عزت، سوکالۍ، پرمختګ ، قوت، يووالي او د خوږ ژوند د طريقې او د آخرت د نېکمرغۍ د رامنځته کولو زمينه جوړونکےدے، دا خبره په ګوته کړه چې د اسلامي هېوادونو ځينې مشران د سوريې او يمن د جنګ په شان جنګونو، اختلافاتو او د مسلمانانو د قتل عام زمينه برابرونکي دي.
دوي په دې باندې په تاکيد سره چې د اسلامي امت او بشريت زياتره مشکلات او مصيبتونه په قرآني تعليماتو د عمل نه کولو په وجه دي زياته کړه، نن د خداے په مهربانۍ سره په اسلامي جمهوريت کښې قرآني تعليماتو او له  دغو تعليماتو سره تمسک ته د خلقو په تېره بيا د ځوانانو هرکلے ورځ په ورځ په زياتېدو دے او همدغه له قرآن سره تمسک به د اسلامي نظام د نېکمرغۍ، قوت او عزت سبب شي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په قرآن باندې د عمل لپاره د خداے پاک ياد او الهي تقوا لازمي وبلله او د هغو انسانانو په توګه چې د تقوا په لوړه مرتبه کښې يې شتون لرۀ شهيدانو ته په اشارې سره وفرمايل: زمونږ شهيدانو د ايران ملت ته زيات درسونه ورکړل چې مهمه نمونه يې له سېلاب ځپلو سيمو سره د مرستې لپاره د ستر ولسي حرکت کم مثاله ښکارنده ده.
دوي همدارنګ د ايران له اسلامي جمهوريت سره دښمنيو ته په اشارې سره تاکيد وکړ: که څه هم د ښمنۍ او د هغو اندازه او سختوالے له مخکښې نه زيات ښکاري خو دغه اقدامات او دسيسې  له اسلامي جمهوريت سره د دښمنانو د دښمنۍ وروستۍ ساګانې دي.
حضرت آيت الله العظمی خامنه اي تاکيد وکړ، دښمنان چې هر څومره د ايران د ملت په اړه زيات عمل ترسره کړي او سختي وکړي او هرڅومره چې په قرآني تعليماتو باندې د ايران د ملت له پابندۍ څخه په قهر کيږي خو دغه ملت به يې په مقابل کښې لا مضبوط او تکړه شي او له قرآن سره به خپل تمسک لا زيات کړي.
http://iqnanews.ru/fa/news/3803809
captcha