IQNA

د ډنمارک د سیاستوال له اړخه بیا د قرآن کریم سپکاوې

13:20 - April 17, 2019
د خبر لمبر: 3482103
نړیواله ډله: د ډنمارک «شیوه قاطع» نومې افراطی ګوند مشر د اسلام نه وېرولو په یو اقدام کښې دویم ځل د قرآن کریم سپکاوې وکړو.
د ایکنا راپور له مخې، له القدس العربي نه په نقل، راسموس پالودن د ډنمارک افراطی ګوند مشر، پرون ۲۵ فروردین باندې د مسلمانانو مېشته سیمه د کینهاګ په ښار، د دغه هیواد پلازمینه، کښې د قرآن کریم نسخې شړلو سره د دغه الهي کتاب سپکاوې وکړو.
د ډنمارک اکسترا بلادت ورځپاڼې د راپور پر اساس، دغه ډنمارکي سیاستوال د شیوع قاطع ګوند حمایت کوونکو غونډه کښې چې د مسلمانانو د جمعه لمونځ د دغه هیواد د پارلمان مخې ته ترسره کولو باندې اعتراض لپاره راټول شوې وو، د قرآن کریم یو شمېر نسخې لرې شړلو سره سپکاوې وکړو.
د دغه په غبرګون کښې د ځوانانو یوې ډلې په دغه اعتراض کوونکې ګوند باندې د کاڼو باران وکړو او د خځلې کڅوړو ته یی اور واچولو. چې پولیس اعتراض کوونکو ډله شړلو لپاره د اوښکې بهوونکې ګاز نه استفاده وکړه.
پولیسو د سپکاوې اقدام کولو نه ورستو پالودن له دغه سیمې لرې کړو او له ښاریزو یی غوښتنه وکړه چې د مظاهرو میدان خالی کړې او لاړ شی.
د ډنمارک دا ګستاخه سیاستوال د دې کال دویم فروردین باندې هم د لمونځ کوونکو په شتون کښې چې په نیوزیلېنډ کښې دوه جوماتونو باندې ترهګره برید غندلو لپاره یی د ډنمارک پارلمان مخې ته د جمعې لمونځ ترسره کړې وو د قرآن کریم دوه نسخو ته یی اور لږولې وو.
http://iqnanews.ru/fa/news/3804049/
captcha