IQNA

دوو لاکو فلسطینیانو په قبله اول کښې د جمعې لمونځ وکړ

14:15 - May 18, 2019
د خبر لمبر: 3482176
نړیواله ډله: د فلسطین د اسلامي اوقافو ادارې وویل: د دې اونۍ د جمعې په لمانځه کښې دوو لکو (دوه سوه زرو) روژتي فلسطینیانو ګډون وکړ.

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې صهیونیسټي رژيم پرون د جمعې په لمانځه کښې د فلسطینیانو د پراخ شتون له ویرې سخت امنیتي تدابیر غوره کړي او لمونځ کونکي یې تلاشي کول.

تیره اونۍ هم د روژې د مبارکې میاشتې په وړومبۍ جمعه په قدس کښې یو لاک اتیاؤ زرو فلسطینیانو د جمعې لمونځ ترسره کړی و.

د نیواکي قدس په اوسیدونکو سربیره، زیات شمیر لمونځ کونکي د رام الله ښار په شمول د خواوشا سیمو او له ځینو سرحدي لارو په تیریدو او د اوږدو مزلونو په کولو سره ځانونه په اقصی جومات کښې د جمعې لمانځه ته رسوي.

http://parstoday.com

captcha