نن د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه ښار کښې هم د جمعې د لمانځه په وخت په الرحمانیه جومات کښې یوه ترهګره چاودنه وشوه چې له امله یې د دغه جومات د امامِ جمعه او خطیب مولوي عطاء الرحمان نه علاوه یو بل لمونځ کونکی هم وژل شوی دی.
د الرحمانیه جومات په دغه ترهګره چاودنه کښې هم داشان ۱۷ تنه نور زخمي دي.
دا د روژې د مبارکې میاشتې له پیلیدو راهیسې د پاکستان په مختلفو سیمو کښې څلورمه ترهګره چاودنه ده.