د ایکنا راپور له مخې، د خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت الله سيد علي خامنه اي نن د تهران په امام خميني (رح) نومې عيدګاه کښې د فطر د نېکمرغه اختر د نمانځۀ په خطبو کښې اسلامي امت او د ايران ملت ته د دغه ستر اختر د مبارکۍ په ويلو سره د فلسطين موضوع او د پېړۍ معامله نومې د امريکې له خيانته ډک پلان د اسلامي دنيا د وړومبۍ درجې له مسائلو وګڼۀ او وې فرمايل، د بحرين او سعودي په شان د ځينو اسلامي هېوادونو خيانت له خباثته د ډک داسې پلان زمينه برابرونکے شوے دے.حضرت آيت الله العظمی خامنه اي د پېړۍ معامله نومې پلان د اقتصادي غونډې لپاره د بحرين کورباتوب ته په اشارې سره واضحه کړه، دغه غونډه له امريکايانو سره تعلق لري، خو د بحرين واکمنان په خپلې کمزورۍ، بې وسۍد ولس او اسلام مخالفه روحيې سره د دغې غونډې زمينه برابرونکي شوي دي او د بحرين او سعودي واکمنان بايد پوه شي چې په کومه جبه کښې ګام اېښودے دے.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر همدارنګ د قدس د نړيوالې ورځې په عظيم الشان لاريون کښې د شاندار ګډون په وجه د ايران له ملت څخه د زړۀ له تله مننه وکړه او وې فرمايل، په دغه ستر حرکت کښې د خلقو مضبوط او مستحکم شتون په نړيوالو سياستونو او د ايران د ملت د دښمنانو په ارادو زياتر اثرکونکے دے او د هغوي حساب کتاب له ګډوډۍ سره مخامخوي.
حضرت آيت اللهالعظمی خامنه اي د ولسي مرستو په شمول ځينومبارکو اسلامي عادتونو ته چې په ايران کښې مخ په پراختيا دي او د روژې په مبارکه مياشت کښې هم ډېر پراخه وو په اشارې سره وفرمايل، په جوماتونو، امامباړو او عامه ځايونو کښې د ساده روژه ماتي د دسترخوانونو له غوړولو سره د مرستې او همدارنګ له سېلاب ځپلو سره د رمضاني مرستو لپاره مخ په زياتېدو ولسي ګروهنه له دغو نېکو او ولسي اقداماتو څخه وبلله.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i82637