د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي په دغې لیدنه کښې مودي وویل چې هند چمتو دے چي په دغه بهیر کښې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ هم په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغې لیدنه کې دواړو لورو له ترهګرۍ سره د مبارزې، سیمهییز نښلون، د اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو پراختیا او د افغانستان د صلحي په اړه د سیمهییزې اجماع په باب بحث او د نظر ادلون بدلون وکړ.
اشرف غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کښې د هند د مرستو او همکارۍ ترڅنګ وویل چې عزت لرونکې سوله د افغانانو بنسټيزه غوښتنه د حکومت له مهمو مسوولیتونو او لومړیتوبونو څخه دی او سیمهییز هېوادونه دې د سولې په برخه کې خپلې همکارۍ همغږي او منظمې کړي.
په دغې لیدنه کې ښاغلي مودي په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د خپل هېواد مرستو ته په اشارې سره، یوځل بیا د خپلو ښو همکاریو ډاډ ورکړ او وې ویل چې هند د افغانستان د سټراټېژیک ملګري او همکار په توګه د دغه هېواد ترڅڼګ به ولاړ وي.
هغه زیاته کړه چې هند د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د صلحې له بینالافغاني خبرو اترو ملاتړ کوي.