IQNA

افغان سیاستوالان دسولې بهیر دپاکستان په مري بهوربن کې سپړی

16:15 - June 22, 2019
د خبر لمبر: 3482254
نړیواله ډله: د افغانستان د سولې دبهیر په باب دغه سیمنار په داسې حال کې ترسره کیږی،چې ټاکل شوې ده د افغانستان ولسمشر اشرف غنی په راتلونکو شپو ورځو کې دپاکستان په سفر لاړشی .

زمونږخبریال  د دنیا نیوز خبری سایټ له قوله راپورراکړ  دلاهور بهیر په نامې سره د د افغانستان د  سولې  دبهیر لومړنۍ سیمنار  د پاکستان دمری په بهوربن هوټل کې پیل شوی دی  ، په  دغه کنفرانس کې د افغانستان د جنرال عبدالرشید دوستم  اوګلبدین حکمتیار پشمول ځینی سیاسی مشران او د ډلو ټپلو نور ۵۷ کسان ګډون کوی .

 د افغانستان د  سولې دبهیر په باب   په پاکستانت کې ددغه لومړنی سیمنار په  بحثونو کې د راتلونکی لپاره ځینی وړاندیزونه سپړل کیږی  او  دسولې اوا منیت په بیلابیلو اړخونو غور کیږی  . دغه راز  په دغه کنفرانس کې  دروغتیا، تجارت او ځینو نورو څانګو په اړه هم بحثونه کیږی . دغه راز په دغه سیمنار کې ښائی د افغان کډوالو په احترام سره  خپل وطن ته دستنیدا  په اړه هم خبرې وشی ..

ټاکل شوې ده  په دغه کنفرانس کې  ګډون کونکو د پآکستان ولسمشر  دشپې ډوډئ هم ورکړی او بیا  د پاکستان له لومړی وزیرعمران خان سره هم وګوری.

ددغه سمینار په پرانیستونکو دستورو کې دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی  پخپلې وینا کې  وئیلی دی،د افغانستان د شخړې حل هیڅکله پوځی لاره نه ده ، بلکې یوازې د روغې جوړې خبرې اترې دی .دافغانستان د ترینګلتیاؤ له امله پاکستان ترټولو زیات تاوان موندلی دی ،  دپاکستان حکومت دافغان شخړې  دسیاسی  اوسوله ایز حل لپاره  خپل غوره رول لوبولو ته دوام ورکوی .هغه وئیلی  په یوه بل د تورونو د لګولو له چورلیزه باید  ووځو ،باید  افغانستان او پاکستان خپل ټاټوبی  دیوه بل  په خلاف د استعمالولو اجازت ورنګړی .

 د افغانستان د سولې دبهیر په باب د غه سیمنار په داسې حال کې ترسره کیږی،چې ټاکل شوې ده د افغانستان ولسمشر اشرف غنی په راتلونکو شپو ورځو کې دپاکستان په سفر  لاړشی .

خبرې سرچینې وائی په دغه کنفرانس کې د  پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی پشمول ځینی غوره شخصیتونه ګډون نه کوی او دغه سیمنار  بې ګټې ګڼی .

http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i82935

captcha