زمونږخبریال د دنیا نیوز خبری سایټ له قوله راپورراکړ دلاهور بهیر په نامې سره د د افغانستان د سولې دبهیر لومړنۍ سیمنار د پاکستان دمری په بهوربن هوټل کې پیل شوی دی ، په دغه کنفرانس کې د افغانستان د جنرال عبدالرشید دوستم اوګلبدین حکمتیار پشمول ځینی سیاسی مشران او د ډلو ټپلو نور ۵۷ کسان ګډون کوی .
د افغانستان د سولې دبهیر په باب په پاکستانت کې ددغه لومړنی سیمنار په بحثونو کې د راتلونکی لپاره ځینی وړاندیزونه سپړل کیږی او دسولې اوا منیت په بیلابیلو اړخونو غور کیږی . دغه راز په دغه کنفرانس کې دروغتیا، تجارت او ځینو نورو څانګو په اړه هم بحثونه کیږی . دغه راز په دغه سیمنار کې ښائی د افغان کډوالو په احترام سره خپل وطن ته دستنیدا په اړه هم خبرې وشی ..
ټاکل شوې ده په دغه کنفرانس کې ګډون کونکو د پآکستان ولسمشر دشپې ډوډئ هم ورکړی او بیا د پاکستان له لومړی وزیرعمران خان سره هم وګوری.
ددغه سمینار په پرانیستونکو دستورو کې دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی پخپلې وینا کې وئیلی دی،د افغانستان د شخړې حل هیڅکله پوځی لاره نه ده ، بلکې یوازې د روغې جوړې خبرې اترې دی .دافغانستان د ترینګلتیاؤ له امله پاکستان ترټولو زیات تاوان موندلی دی ، دپاکستان حکومت دافغان شخړې دسیاسی اوسوله ایز حل لپاره خپل غوره رول لوبولو ته دوام ورکوی .هغه وئیلی په یوه بل د تورونو د لګولو له چورلیزه باید ووځو ،باید افغانستان او پاکستان خپل ټاټوبی دیوه بل په خلاف د استعمالولو اجازت ورنګړی .
د افغانستان د سولې دبهیر په باب د غه سیمنار په داسې حال کې ترسره کیږی،چې ټاکل شوې ده د افغانستان ولسمشر اشرف غنی په راتلونکو شپو ورځو کې دپاکستان په سفر لاړشی .
خبرې سرچینې وائی په دغه کنفرانس کې د پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی پشمول ځینی غوره شخصیتونه ګډون نه کوی او دغه سیمنار بې ګټې ګڼی .