IQNA

امریکا په افغانستان کې خپلو سرتېرو شمېر کموی

23:06 - June 22, 2019
د خبر لمبر: 3482255
نړیواله ډله: دونالد ترامپ، امریکا ولسمشر وایی چی ډیر ژیر به په افغانستان کې امریکایی سرتېرو شمېر د نهو زرو څخه اتو زرو ته راکښته شی.
د ایکنا راپور له مخې، د آوا خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، په داسې حال کې چې په قطر کې د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ د خبرو نوی پړاو په نږدې راتلونکي کې پیلېږي، ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، ډېر ژر به په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر اتو زرو ته راټیټ شي.

د طالبانو سره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خبرې پخوا له دې تر ډېره له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف د ځواکونو د وتلو پر مهالوېش متمرکزې وې.
ښاغلي ټرمپ له ټایم مجلې سره په خپله مرکه کې چې د منځني ختیځ پر روان کړکېچ او په دې کړکېچ کې د ایران پر ونډه او د نورو نړیوالو مسایلو په اړه پر بحثونو متمرکزه وه، د قطر د خبرو یادونه ونه کړه، خو ویې ویل چې په افغانستان کې چارې پرسم لوري روانې دي، ښې خبرې پېښېدونکې دي او اسلامي دولت ډله یا داعش ځپل شوې، نو ځکه د امریکايي ځواکونو شمېر چې یو ځل مخکې له شپاړسو زرو نهو زرو ته ټیټ شوی و، اوس به اتو زرو ته راټیټېږي، دا امریکايي سرتېري اوس مهال افغان ځواکونه چې د پوځي عملیاتو مشري کوي، روزي او سلا مشورې ورکوي.
د افغان پوځ متقاعد جنرال افضل امان په دې باور دی چې له افغانستانه د زرو یا زیاتو سرتېرو وتل د هېواد په امنیتي حالت کې د پام وړ بدلون نه را ولي.
ولسمشر ټرمپ چې له ټایم مجلې سره په مرکه کې یې افغانستان په پرله پسې ډول د منځني ختیځ په سیمه کې یاداوه، په ټینګار سره ویل چې د امریکا پوځ باید هېڅ کله منځني ختیځ ته نه وای استول شوی او زیاته یې کړه، دی نه غواړي چې امریکايي ځواکونه هلته دېره وي او باید له دې سیمې ووځي.
https://www.avapress.com/ps/news/187165
captcha