IQNA

د کوټې هزاره ځوانان او پېغلې خپله کلتوري ورځ لمانځي

23:19 - June 22, 2019
د خبر لمبر: 3482258
نړیواله ډله: په کوټه کې مېشت  هزاره ګانو د شنبې په  ورځ  د هزاره کلتور نړيوال  جشن  د يو لړ کلتوري مراسمو په  لړ کې لمانځلي چې په کې زرګونه  هزاره ګانو ګډون کړی و.
د ایکنا راپور له مخې، د تلوسه خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د هزاره ډيموکراتيک ګوند له  لورې دغه  جشن  د کوټې په  ګلستان ټاون سيمه کې د قيوم  پاپا په  نامه  د فوټبال  په لوبغالي کې لمانځل شوی، چې په کې زرګونه   هزاره ځوانان، پېغلې او ماشومان  د خپلې کلتورې ورځې  د لمانځلو په  موخه  سره يوځای شوي  وو.  د جشن  رسمي  پرانيستنه  د ايالت  اعلی وزير جام  کمال او د ايالتي اسمبلې غړی  قادر نايل وکړه.
په جشن کې شريک  يو هزاره  مشر اسماعيل  چنګېزی  وايي، چې د  جون  په  دوه  ويشتمه   نېټه  د کلتوري  جشن له  لمانځلو يې موخه  په  پاکستان کې مېشت  نورو قامونو او ژبه  ويونکو خلکو ته  د هزاره  ګانو زرګونه  کلن  لرغونی کلتور او تاريخ  ورپېژندل او ولسونو ته  د سولې پيغام  ورکول  دي. څو د خلکو په  منځ  کې د کرکې پر ځای د مينې او ورورولۍ  فضا رامنځته  شي.
د جشن  په  ترڅ  کې د هزاره   مېرمنو په  لاس جوړې شوې  کلتوري جامې، لاسي دسمالونه، تاريخي، هنري او فرهنګي  توکي او هزاره ګي خوراکونه   هم نندارې ته  ايښودل شوي و. هزاره ګي موسيقي او هزاره ګي مشاعره  هم  د کلتوري  جشن برخه  وه.
د هزاره ګي کلتور جشن  په  داسي حال کې لمانځل کېږي، چې په  روانه  لسيزه کې  په کوټه کې سلګونه  هزاره  مېرمنې د تروريزم  په  جګړه  کې کونډې او ماشومان  يې يتيمان شول. خو د ناامنۍ ناورين  او د ژوند د ترخو شېبو سربېره  هم  هزاره ګان  يو سوکاله  راتلونکي ته  هيله من دي  او غواړي  د خپلې ژبې، قامي هويت، کلتوراو فرهنګ  د ودې او ژوندي ساتلو لپاره  داسي کلتوري  غونډې جوړي کړي، څو ځوانان  يې  د لمانځلو لپاره  تشويق کړي.
په  بلوچستان کې مېشت  شاوخوا پنځه  ميليون  پښتانه  د پښتنې کلتور نړيواله  ورځ  هرکال د سيپټامبرمياشتې پر درويشتمه نېټه  لمانځي.  د سندهي کلتور ترڅنګ  په  ايالت  کې د بلوڅي کلتور نړيواله  ورځ  بيا د مارچ  مياشتې پر دوهمه  نېټه  نه  يواځې په  کوټه  بلکې د ايالت  په  ټولو بلوڅ  مېشته  سيمو د يولړ مراسمو په  ترڅ  کې لمانځل کېږي.
captcha