IQNA

د قطرپه بین‌الافغانی غونډې کې به دکابل حکومت برخه وانخلی

14:56 - July 03, 2019
د خبر لمبر: 3482279
نړیواله ډله: ټاکل شوې ده دافغانستان دسولې په اړه د قطر په دوحې کې کیدونکی بین الافغانی غونده د جرمنی او قطر په کوربتوب سره ترسره شی .

زمونږ خبریال راپور راکړ  دافغانستان د حکومت یوې   اړونده سرچینې وئیلی دی ،حکومت  د قطر بین الافغانی غونډې ته هېڅ استازی نه لیږی،یو شمېر نور  سیاست‌والان  هم داسې ښکاری په دغې غونډې کې له ګډون سر وغړوی.

 دافغانستان د ولسمشر محمد اشرف غنی ویندوی صدیق صدیقی هم پرون ناوخته  وئیلی وو،حکومت د یوې داسې سولې غوښتونکی دی چې پکې د ټولو افغانانو ګټې وساتل شی.

هغه وئیلی دی،داسې غونډو له جوړېدو سره مخالفت نه‌لری، خو د دې غونډې لپاره د ولسمشر د ویاند خوشبینی محتاطانه وه ، او وئیلی ئې دی  "مونږ  د نړیوالې ټولنې، زموږ د متحدانو او په تیره بیا  امریکا، جرمنی او نورو هېوادونو هڅو او ژمنتیا ته چې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره هلې ځلې کوی، څو د سولې پروسه په یقین بدله شی، خوشبین یو، خو ټینګار کوو چې د ولسمشر یو اصلی لومړیتوب د افغانستان د سولې پروسه ده او موږ د داسې سولې غوښتونکی یو چې د ټولو افغانانو ګټې په‌کې وساتل شی.

ټاکل شوې د قطر دا غونډه د جرمنی او قطر په کوربتوب سره ترسره شی .

http://parstoday.com

captcha