له کابله زمونږ خبریال راپور راکوی په کابل کی د ایران سفارت په یوه بیانیه کی وویل دغه ډول حملې به د ملکیانو د وژلې د زیاتیدا ، بی ثباتی او د افغانستان د ناامنۍ د دوام سبب شی .
په بیانیه کی د افغانستان له حکومت او خلکو په تیره بیا د دغو حملو د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږی څرګنده شوی ده .
له دې مخکې د ایران دبهرنیو چارو دوزارت ویاند سید عباس موسوی هم دکابل پوهنتون ته نږدې د ننۍبم چاودنې او په قندهار ولایت کښې دپولیسو په یوه(۱) مرکز د پرونۍ ترهګرې حملې په غندلو سره د افغانستان له خلکو او حکومت او په تیره بیا د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږی څرګنده کړه.
هغه له داډول اقداماتو او غیرانسانی او تاوتریخجنو رودو د کرکې په اعلانولو سره هیله وکړه دافغانستان ملت ،حکومت او ټولې قومی ، سیاسی او مذهبی ډلې به د خپل وحدت او د هوښیارتیا په ساتلو سره په هیواد کښې د پایداره او د باثباته امنیت او دسولې دټینګیدا لارې ته دوام ورکړی .
بل خبر داچې دافغانستان ملی امنیت ادارې پاکستان د قندهار دپولیسوپه مرکز دحملې په پلانونې تورن کړ .
دافغانستان ملی امنیت ادارې نن وویل دوې داسې سندونه ترلاسه کړی دی چې ښایی په قندهار کښې دپولیسوپه مرکز حمله دپاکستان له خاورې هدایت شوی ده.
پاکستان تراوسه د افغانستان دغه تور ته کوم غبرګون نه دی ښودلی .
پرون د قندهار دپولیسوپه مرکز د وسله والو کسانو په برید کښې د دوو(۲) پولیسواو د اتو(۸)ملکی وګړوپه شمول لس(۱۰) کسان وژل شوی او څه دپاسه نوی(۹۰) نور ژوبل شوی وو.