IQNA

په هند کښې د قرآن کریم بندیز لپاره د ډونلد ټرامپ مینه والو غوښتنه

23:38 - August 01, 2019
د خبر لمبر: 3482328
نړیواله ډله: په هند کښې د حق غوښتونکې افراطی ډلې، چې زیات غړې یی د ډونلډ ټرمپ مینه وال دې، په دغه هیواد کښې د قرآن بندیز غوښتنه کړې ده.
د ایکنا راپور له مخې، داسپوتنیک نه په نقل، هندو سنا افراطی ډلې مشر او د وشنو ګوپتا بنسټګر د پير د هند حکومت ته په یو لیک کښې د دغه هیواد وزارت ته لیکلې چې د هند حکومت باید په هند کښې د قرآن کریم کتاب باندې په دغه هیواد کښې د بندیز اعلان وکړې.
هغه په دغه لیک کښې د اسلام او مسلمانانو د مقدساتو سپکاوې سره، ادعا کړې چې قرآن د تاوتریخوالی خپرونکې دې او د هند ملي امنیت ته ګواښ دې.
ګوپتا ادعا کړې چې د قرآن کریم یوه نسخه یی د کتاب پلورنځی نه اخیستلې او مطالعه کړې نو دغه پایلې یی ترلاس کړې دې.
څه موده وړاندې د هندوسنا یوې ډلې هم په دغه هیواد کښې د روبنده بندیز غوښتنه کړې وه، دغه ډلې په تېرو کلونو کښې هڅه کړې ده چې د ځنې غیر معموله کارونو سره عمومي توجه ځان ته جلب کړې.
په ۲۰۱۱ کښې، د هندو سنا مراسم جشنوزمه لپاره د انګلستان مخکۍ ملکې ویکتوریا د زوکړې ۱۱۸ کلیزه پيل کړې وه او ادعا یی کړې وه چې ویکټوریا هغه څوک وه چې هند یی د مغولانو له چنګال نه ازاد کړې وو.
د دغه ډلې غړو همدارنګه په کال ۲۰۱۶ کښې او له دغه نه مخکې د امریکا جمهوری ریاست په انتخاباتو کښې د ډونلډ ټرمپ لپاره د زوکړې ورځې جشنوزمه پیل کړې وه او په دغه مراسمو کښې د هغه په انتخاباتو کښې د ګټې لپاره دعا کړې وه.
http://iqna.ir/fa/news/3830987
captcha