IQNA

د پاکستان خارجه وزير په افغانستان کښې د صلحې د بهير د پرمختګ لپاره په ډله ايزې ارادې تاکيد وکړ

15:37 - August 03, 2019
د خبر لمبر: 3482330
نړیواله ډله: د پاکستان خارجه وزير د افغانستان په چارو کښې د امريکې د خاص استازي په کتنه کښې تاکيد وکړ، په افغانستان کښې د صلحې د بهير پرمختګ ډله ايزې ارادې ته ضرورت لري.

د ايرنا د رپوټه له مخې شاه محمود قرېشي په دغه کتنه کښې چې پرون په اسلام آباد کښې وشوه وويل، د ټولو افغان ډلو په ګډون سره د صلحې خبرې اترې په افغانستان کښې د صلحې او ثبات برقرارۍ ته د رسېدو لپاره اصلي لار ده.

د پاکستان خارجه وزير همدارنګ د افغانستان د صلحي له بهير څخه د د ملاتړ او د صلحې د هلو ځلو له کاميابېدو سره د مرستې د دوام لپاره د خپل هېواد په ژمنې تاکيد وکړ.

په افغانستان کښې د امريکې خاص استازي زلمے خليل زاد هم د پاکستان له خارجه وزير سره په قطر کښې د امريکې او طالب ډلې د بې نتيجې  خبرو اترو د اوو پړاونو په حقله صلاح مشورې وکړې.

http://parstoday.com

captcha