IQNA

د ایراني کشتۍ آزادي، د بریطانیا ماتې، د امریکې بې عزتي

23:22 - August 17, 2019
د خبر لمبر: 3482361
نړیواله ډله: د ایران په اغیزناکې ډیپلماسۍ او د جبل الطارق سیمې د لوړې محکمې په راې سره بلآخره د ایران (ګریس-۱) نومې تیل وړونکې کشتۍ خوشې شوه او خپلې نړیوالې سمندري لارې ته یې دوام ورکړ.
د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو خبرونو نه په نقل، د جبل الطارق سترې محکمې پرون د ایراني کشتۍ د توقیف د دوام او حتی د امریکې په ګټه یې د تیلو د مصادره کولو لپاره د امریکې د حکومت له غوښتنې سره سره، د دغې کشتۍ د آزادولو حکم ورکړ.
د جبل الطارق د لوړې محکمې دې کار د انګلستان په کارنامې کښې یوه بله ماتې ثبت کړه او ورسره یې د امریکې حکومت وشرموه ځکه چې له دغې محکمې د امریکې د غوښتنې به رسانه اي کیدو سره د ډونلډ ټرمپ حکومت د عامه افکارو په نزد عملاً سپک او تحقیر شو.
د ګریس-۱ کشتۍ د آزادۍ لپاره د انګلستان د حکومت له ټاکلو شرطونو سره د ایران له مخالفت وروسته د دغې کشتۍ آزادۍ یوځل بیا وښودله چې د ایران اسلامي جمهوریت په سفارتي او میداني ډګر کښې بریالی شوی دی.
پر دې سربیره د ایراني کشتۍ د مصادره کولو لپاره د امریکې له غوښتنې سره سره د هغې د غیرقانوني توقیف په ختمولو کښې د جبل الطارق د سترې محکمې حکم ښودنه کوي چې انګلستان لاهم په امریکې باور نه کوي او نه غواړي چې تل د دغه هیواد په اشارو وچلیږي.
کله چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل چې دغه هیواد ځان د فارس خلیج په شخړه کښې نه نښلوي او  انګلستان باید په یوازې سر په فارس خلیج کښې د خپلو ګټو دفاع وکړي، د دواړو هیوادونو ترمینځ د بې اعتمادۍ نښه ده.
په دا شان حالاتو کښې انګلستان نه غواړي چې په فارس خلیج سیمې کښې کشاله دوام ومومي ځکه چې دغه هیواد اوس د برګزیټ له کړکیچ سره مخ دی. د ایران پياوړې ډیپلماسۍ او میداني کامیابۍ له یوې خوا او د برګزیټ په سر له اروپايي اتحادیې سره د انګستان نښتې له بلې خوا لندن په عملې توګه مجبور کړ چې د ایران تیل وړونکې کشتۍ آزاده کړي.
په هغه اندازه چې د ایران د تیلي کشتۍ په نیولو کښې د انګلستان د ځانګړو ځواکونو غیرقانوني اقدام، لندن خپلو اهدافو ته ونه رسولی شو، په هرمز اوبلاره کښې د د انګلستان د قانون ماتونکې کشتۍ په نیولو کښې د ایران قانوني اقدام، لویدیځ په تیره بیا انګلستان او امریکې ته دا پيغام ورکړ چې ایران له بې قانونۍ سره په چلند کښې جدي دی او په داشان حالاتو کښې برلاسی دی او معامله نه کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف هم په ځلونو ویلې وو چې د ایراني کشتۍ د نیولو په لړ کښې د انګلستان اقدام غیرقانوني دی او تیره پنجشنبه یې یوځل بیا په یو ټویټ کښې، د ارپايي اتحادیې له بندیزونو په ملاتړ کښې د انګلستان د خارجه وزارت بیانیې ته په اشارې سره ولیکل: هیڅ څیز نه دی بدل شوی او د ګریس-۱ کشتۍ نیول، سل په سلو کښې غیرقانوني کار و.
خو د انګلستان حکومت ادعا درلوده چې ګریس-۱ نومې ایراني کشتۍ د سوریې په لور روانه وه او دا د سوریې خلاف د اروپايي اتحادیې د بندیزونو خلاف ورزي ده.
دا په داسې حال کښې دي چې وړومبۍ خو د سوریې خلاف د اروپايي اتحادیې بندیزونه د ایران لپاره لازم الاجرا نه دي او دویمه دا چې ایران له هغې وړومبۍ ورځې ویلې وو چې د دغې تیل وړونکې کشتۍ مقصد او منزل، سوریه نه وه.
په جبل الطارق او هرمز اوبلاره کښې د تیل وړونکو کشتیو د نیول کیدو پيښې ښودنه کوي چې د امریکې د ملاتړ په سیوري کښې د انګلستان سیاسي او غیرقانوني اقدام به ایران په فارس خلیج کښې د سم او قانوني سیاست په تعقیبولو کښې تر تاثیر لاندې رانه ولي.
په جبل الطارق کښې د انګلستان سمندري ډاکه ماري او شُوکه، د سمندرونو د حقوقو د کنونشن د ګڼو موادو خلاف ورزي وه خو په هرمز اوبلاره کښې د انګلستاني کشتۍ په نیولو کښې د ایران اقدام د سمندري ټرانسپورټ د قوانینو په چوکاټ کښې دی.
ایران د یو داسې هیواد په توګه چې په هرمز تنګي او فارس خلیج کښې د کشتۍ چلونې د امنیت په ټینګولو کښې یو اصلي او ټاکونکی رول لري، د قانون خیال ساتل او څرګنده اجرا یې د انګلستان له سیاسي لوبې نه ځاروي.
نو ویلی شو چې د ګریس-۱ په نامه د ایران د تیل وړونکې کشتۍ د آزادولو په هکله د جبل الطارق سیمې د سترې محکمې حکم، د تیل وړونکو کشتیو په لوبه کښې د ایران په وړاندې د انګلستان د بایلات په معنا دی.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i84041
captcha