IQNA

امارتي خلاباز به قرآن فضا ته وړې

15:20 - August 30, 2019
د خبر لمبر: 3482377
نړیواله ډله: د اماراتو لومړي خلاباز چې فضا ته خپل سفر به د دې کال ۳مهر باندې شورو کوې، ځان سره به یو قرآن کریم هم فضا ته وړې.
د ایکنا راپور له مخې، د صدی البلد نه په نقل، هزاع المنصوری د اماراتو لومړي خلاباز دې چې د دې کال دریم مهر(۲۵ سپټمبر) باندې به خپل سفر شورو کوې.
هغه په دغه سفر کښې به ۱۰ کلو وزن له ځان سره نړیواله فضایی مرکز ته وړې چې یو قرآن کریم هم له دغه سامانه شمېر دې.
سالم المری د اماراتی خلابازو چارو مشر په یوه مرکه کښې وویل: المنصوری ۸ ورځو لپاره فضا ته ځې او له ځان سره به یو قرآن کریم، د کورنۍ انځورونه، د اماراتو بیرغ چې د خالصه وریښم نه جوړه شوې او د دبی د حاکم قصتی= زما کیسې کتاب له ځان سره وړې.
د روس فضایی سازمان روسکو سموس اعلان کړې چې د دغه پروګرام پر اساس، دا سفر به د بایکونور فضایی اډې څخه شورو کېږي.
د امریکا فضایی آژانس سایټ (ناسا) اعلان کړې چې دا سفر به له سفینه(سایوز MC-15) سره ترسره کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3837974
captcha