IQNA

د جمعیت اسلامی یوقومندان ووژل شو

18:32 - September 05, 2019
د خبر لمبر: 3482385
نړیواله ډله: په بدخشان ولایت کښې د حزب جمعیت اسلامی یو نامتو قومندان« نذیر محمد نیازی بیګا له څو نورو ملګرو سره یوځاې په ماین چاودنې کښې ووژل شو
د ایکنا راپور له مخې، د آریانا نیوز ویبپاڼې نه په نقل، دغه ماین چاودنه هغه وخت وشوه کله چې د جنرال نذیر محمد نیازی په شمول ګڼ شمیر خلک د فوټبال د لوبې د لیدو لپاره راغونډ شوی ووتراوسه کومې ډلې ددغه ماین چاودنې مسولیت پرغاړه نه دی اخیستی
جمعیت اسلامی د افغانستان یو قدرتمن سیاسی تاجیک ګوند دی چې د ۲۰۱۱ میلادی کال د سپتمبر دمیاشتې په شلمه نیټه د ارواښاد ولسمشر برهان الدین ربانی له ټرور وروسته یې مشرۍ دهغه زوی صلاح الدین ربانی پرغاړه اخیستی ده
بل خبر دا چې طالبانوپرون سهار د هلمند ولایت په «نادعلی »ولسوالۍ کښې د پولیسو په قومندان غلام سخی ډزې وکړې اوهغه یې وواژه
غلام سخی له تیر کال راهسې تراوسه د هلمند ولایت په نادعلی ولسوالۍ کښې د پولیسو قومندان وو
طالبانو د نادعلی ولسوالۍ دپولیسو دقومندان غلام سخی د وژلو مسولیت پرغاړه اخیستی دی
وسله والو کسانو نن سهار وختی د فراه ولایت په مرکز فراه ښار کښې د ملی امنیت د ادارې یو کارکونکی په ډزو وواژه
په فراه ښار کښې په تیر میاشت کښې پینځویشت (۲۵)حکومتی کارکونکی او پوځیان په بریدونو او بم چاودنو کښې وژل شوی دی.
https://ariananews.co
captcha