IQNA

حماس غوښتنه وکړه چې د اسراییلو نوم د ترهګرۍ په لیست کې شامل کړي

19:19 - September 07, 2019
د خبر لمبر: 3482387
نړیواله ډله: حماس د اسلامی مقاومت غورځنګ د صهیونیستی رژیم نوم د ترهګرۍ په لسټ کښې شامل کولو غوښتنه وکړه.

د ایکنا راپور له مخې، د فلسطین اطلاع رسوونکې مرکز نه په نقل، د اسلامی مقاومت غورځنګ دغه رژیم متوجه کړې چې د غزه په پوله په سوله یز مظاهرو کښې د ګډون کوونکو په خلاف د هر ډول جنایت مسئول صهیونیستی رژیم ګڼلې.
د حماس ویاند حازم قاسم تاکید کړې: صهیونیستی په دغه سوله یز مظاهرو کښې ګډون کوونکې باندې په قصد سره پرې ډزي کوې چې دا اقدام به یی د دغه رژیم د چارواکو جرمي طبیعت لرل په نښه کوې چې یو لحظه هم د فلسطینو خلاف د ترهګر او جنایت نه لاس نه اخلې.
هغه څرګنده کړه: د صهیونیستی رژیم نوم باید د ترهګرو په لسټ کښې شامل شې او د دغه رژیم چارواکې دې د جنګی مجرمینو په توګه محاکمه شې. دغه جنایتونه به هیڅکله د فلسطین خلک له ازادۍ ترلاسه کولو او خپلې مقدسې ځمکې بېرته ترلاسه کولو نه منع نه کړې.
یادښتونه، تېره ورځ د اسرائیلو د پوځ په ډزو کښې چې د بېرته تللو سوله یز مظاهرو کښې ګډون کوونکو باندې د غزه په پوله کړې وې دوه فلسطینی ماشومان شهیدان شوې وو او تقریباْ ۸۰ کسان په کښې ژوبل شوې وو.
 http://iqna.ir/fa/news/3840522
captcha