IQNA

ملګرې ملتونو سازمان: د روهینګیا نسل وژنه د میانمار د حکومت هدف دی

16:22 - September 17, 2019
د خبر لمبر: 3482399
نړیواله ډله: په میانمار کښې د ملګرې ملتونو سازمان د حقایقو موندلو ډلې اعلان کړي: د روهینګیا مسلمانانو په خلاف د میانمار حکومت تاوتریخوالی په اړه نوې لاسوندونه ترلاسه شوې چې په نښه کوې دغه هر څه د نسل وژنې لپاره ترسره شوې.
د ایکنا راپور له مخې، د آناتولی نه په نقل، په میانمار کښې د ملګرې ملتونو سازمان د حقایقو موندلو ډلې، په ۲۴ شهریور خپل راپور کې اعلان کړې: د روهینګیا مسلمانانو په خلاف د میانمار حکومت تاوتریخوالی په اړه نوې لاسوندونه ترلاسه شوې چې په نښه کوې دغه هر څه د نسل وژنې لپاره ترسره شوې.
همدارنګه په دې راپور کې راغلې: د میانمار حکومت همدارنګه د روهینګیا خلکو په خلاف خپل اقدامات او دغه خلکو خلاف غیر انساني ظلمونه به نور په پراخه توګه ادامه ولري.
په دغه راپور کې راغلې: ۶۰۰۰ د روهینګیا مسلمانان د میانمار په راخین ولایت کښې سختو حالاتو سره مخامخ دی.
یادښتونه د پراختیا نړیواله سازمان انتاریو(OIDA) د راپور له مخې، د کال ۲۰۱۷ د اګست میاشتې ۲۵ (شهویور) تقریباْ ۲۴ زره مسلمانان د میانمار د پوځ له لاسه وژلې شوې، او له ۳۴ زره نه زیات کسان په اور سوځلې شوې او له ۱۱۴ زره نه زیات کسان یی وهلی ټکوالې دې.
د میانمار پوځ د روهینګیا د اقلیت په اړه دعوا لرې چې دغه عملیات د افراطی کسانو نه دغه سیمه پاکولو لپاره ترسره شوې وو.
د میانمار پوځ په کال ۲۰۱۲ کې هم تقریباْ ۲۰۰ روهینګیا مسلمانان په راخین ولایت کښې وژلې وو او ۱۴۰ زره کسان نور کډوال شوې و.
http://iqna.ir/fa/news/3842644
captcha