IQNA

له امریکا سره به په هیڅ سویه خبرې ونشی

21:48 - September 18, 2019
د خبر لمبر: 3482404
نړیواله ډله: امریکا ددا ډول خبرو اترو لپاره باید هغو کسانو ته ورشی چې د واشنګټن دشیدو د غوا په توګه عمل کوی ، اسلامی جمهوریت ، د مومنانو ، د الله د مسلمانانو او عزت جمهوریت دې .
د ایکنا راپور له مخې، د تلوسه خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... اعظمی سید علی خامنه ای د امریکایانو لخوا د خبرو اترو د موضوع بیا مطرح کیدا ته په اشاری سره ټینګار وکړ د اسلامی ایران درست مسولان په یو غږ باوری دی چی له امریکا سره به په هیڅ سویه خبرې اترې ونشی .
 
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د علمیه حوزو د تحصیلی کال په پیل کښې د فقهې  د درس خارج په لومړۍ غونډې کښې ددغه دریځ په بیانولو سره دامریکا لخوا د خبرواترو دموضوع بیا مطرح کیدا ته په اشارې سره وویل دخبرو اترو له چلول څخه د امریکا هدف په ایران د خپلو غوښتلو ورتپل او په تهران د زیات دباو د راوستلو د اغیزشیندنې ثابتول دی .د رهبرۍ ستر مقام وفرمایل د ایران د ملت په وړاندی د زیات دباو سیاست هیڅ ارزښت نلری .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د خبرو اترو په اړه د امریکایی چارواکومتفاوتو دریځونو ته په اشاری سره زیاته کړه کله وایی چی له وارمخکې شرط پرته خبرې اترې او کله هم وایی چی په دولسو شرطونو سره خبرې اترې کوو. دغه ډول څرګندونې د هغو د ګډوډ سیاست له امله دی او یا د مقابل لوری د لالهنده کولو لپاره ، البته اسلامی جمهوریت نه لالهنده کیږی ځکه چی زمونږ لاره روښانه دې او پوهیږو چی څه کوو .
دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای جوته کړه امریکا ددا ډول خبرو اترو لپاره باید هغو کسانو ته ورشی چې د واشنګټن  دشیدو د غوا په توګه  عمل کوی ، اسلامی جمهوریت ، د مومنانو ، د الله د مسلمانانو او عزت جمهوریت دې .
د رهبرۍ ستر مقام جوته کړه که چیرې امریکا خپلې خبرې بیرته واخلی او توبه وکړی او اټومی تړون ته  چې خلاف ورزۍ یې کړی ده وروستنه شی نو بیا د اټومی موافقې د غړیو هیوادنو په ټول کښې چې پکښې ګډون او له ایران سره خبرې کوی امریکا هم ګډون کولای شی خو په بله بڼه کښې به دایران داسلامی جمهوریت او د امریکا د چارواکو ترمینځ په هیڅ سویه خبرې اترې ونشی که هغه په نیویارک کښې وی او که په بل کوم ځای کښې .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د دې خبرې په کولو سره چی د ایران اسلامی جمهوریت په تیرو ۴۰ کلونو کی  له ډول ډول چلونو سره مقابله کړی ده او دښمنان ندی توانیدلی  ، ګران ایران مغلوب کړی ، ټینګار وکړ د هغو سیاستونه په یوه بل پسې د اسلامی جمهوریت له سیاستونو مغلوب شوی دی او له دې وروسته به هم د خدای په قدرت اسلامی ایران مغلوب نکړې شی او له ډګره به سرلوړې او بریالی راووځی .
http://parstoday.com
captcha