ایکناخبری آژانس د العالم له قوله راپور راکړ،د قدس جومات خطیب شیخ عکرمه صبري نن سهار په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،د مسلمانانو دنده دا ده چې دپیغمبر اکرم(ص) د دهجرت دپيښې سره د اړونده غونډو،ذکر ،دعا په ناستو کې د ګډون،په الاقصی جومات کې د اعتکاف او لمانځه قایمولو لپاره دې د حضرت محمد مصفی(ص) د هجرت له کلیزې استفاده وکړي.
د الاقصی جومات خطیب دغه راز ووئيل،تیر قمری کال ،په الاقصی جومات باندې د صهونیسټ میشته ښارګوټود اوسیدړونکو د ډيرخطرناک یرغل شاهدان وو چې هڅه کې کړې د الاقصی جومات په انګڼو کې خپل تلمودي مناسک ترسره کړي اوڅو ځله ئې د جومات دروازې پر مسلمانو لمونځ ګوزارو بندې ړې او دالاقصی جومات شاوخوا او لاندې برخې ئې د قدس د نیواکګر رژيم په تائيد او د ښارګوټو جوړونکو ټولنو په ملاتړ سره وکندلې .
شیخ عکرمه صبری په همدې مناسبت ، له اسلامی او عربو هیوادونو هم وغوښتل ، څو خپل مینځ کې دې یووالی او اتحاد رامینّځةکړي او ددغه مقدس جومات ددفاع، او په وړاندې له خطرو ئې د ساتنې، او دصهیونیسټي رژيم له نیواکه ددیني مقدماتو د محفوظ ساتنې اوژغورنې لپاره دې خپلې هڅې دوه چنده کړي.
د الاقصی جومات امام د اسلام دپاک دین او درسول الله (ص) په ضد له لښکر کشیو سره دمقابلې پر ضرورت هم ټينګار وکړ.