تسنیم خبری آژانس راپور رکړی ، دطالبانو ډلې په پرونۍ اعلامیې کې وئیل شوی دیدغه ډله د طالبانو د پاتې وګړو د خوشی کیدا په باب چې ددغه هیواد په بندونو کې شپې سبا کوی ، دافغانستان د حکومت د اقدام هرکلی کوی اوهیله لری ،دغه بهیر هماغه راز دوام ولری .
د طالبانو په اعلامیې کې وئیل شوی دی ددغې ډلې زیاتره بندیان له دې پرته چې په جنګ کې کوم رول ولوبوی،د امریکائی عسکرو دشپې مهال په عملیاتو کې نیول شوی دی .
څه موده مخکې دافغانستان ولسمشر اشرف غنی د نیکمرغه کوچنی اختر په مناسبت دبین الافغانی خبرواترو دآسانتیاؤ او دتاؤتریخوالی دختمولو په موخې سره د کابو نهه سوه طالب بندیانو دخوشی کولو فرمان جاری کړی او تر دې دمه دکابل او هرات ولایتونو څخه د طالبانو څه دپاسه دوه سوه بندیان خوشی شوی دی .
دطالب بندیانو د خوشی کیدا بهیر په داسې حال کې پیل شوی،چې ځینی افغان امنیتی چارواکی په دې اند دی چېدغه کار دجنګ په ډګرونو کې دافغان پوځیانو روحیّې ته ډیر تاوان رسوی