IQNA

هند کښې په ترهګرو د جنازې لمونځ حرام کولو فتوای

10:19 - July 28, 2015
د خبر لمبر: 3336105
خارجی څانګه: درګاه اعلی، د هند اهل سنت جماعت «بریلوی» عالمانو یو فتوای کښې د ترهګر په جنازې باندې د جنازې لمونځ کول حرام کړل.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، شرقی آسیا څانګه، د هند بریلوی ډلې سره تړلی درګاه اعلی یوه نوې فتوای ورکړی ده.
په دې فتوای کښې راغلی: د ترهګرو او د هغه کسانو چې د خلکو مال او جان ترې په خطر کښې وې په جنازه یی لمونځ کول حرام دی او باید جنازه یی بی له لمانځه ښخه شی.
د دې فتوای ورکولو هدف د ترهګری مخ نیوکه کول دې چې د هند اقلیتې ټولنه کښې پرمختګ ده.
درګاه اعلی همدارنګه د زکات فطره په تعلیمی کارونو کښې او په تېره بیا نوې ټکنالوجی زدکړو کښې د لګښت غوښتنه کړی.
http://iqna.ir/fa/inter/News/3334963

captcha