IQNA

مسجدالحرام کې د جرثقیل لوېدلو سره وران شوی ځایونو تعمیر کولو عملیات شروع شو

2:29 - September 18, 2015
د خبر لمبر: 3364530
نړیواله ډله: د مکه مکرمه حرم کې د جرثقیل لوېدلو سره د ځنې وران شوی ځایونو تعمیر کولو عملیات سعودی عرب شروع کړل.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «الوطن نیوز» خبرونو بنسټ نه په نقل، عربستان د مکه مکرمه حرم کې جرثقیل لوېدلو پېښې سره چې په کې ۱۰۷ کسان مړه او ۲۳۸ کسان په کې ژوبل شوی وو د شوی ورانې تعمیر کولو عملیات ترسره کول شروع کړې.
تر اوسه د ځمکې هغه سنګ مرمر چې د بیت الله طواف ځای دې او د جرثقیل را لوېدلو سره ویجاړ شوی وو تعمیر شوی او بدل شوی دې او هغه مقامات چې د یو امنیتی خط سره یی ۵۰۰ مېټر مربع ځای د صفا او مروه «سعی» سیمې نه د تعمیر کولو لپاره راچاپېرل کړی.
همدارنګه د مسجدالحرام د دې چارو مشران حج کوونکې په دویمه او دریم چت باندې خلک د سحر لمانځه نه منع کوی.
ویلې شوی، دا جرثقیل په نورو لسو جرثقیلو کې تر ټولو لوی جرثقیل په دغه سیمه کې وو چې د بیت الله طواف کولو سیمه ته پراختیا ورکولو لپاره به ترې استفاده کېده.
د مسجدالحرام د سترولو پروګرام هغه ۴۰۰ زره مېټر مربع پورې دی چې دې سره به د ۲ملیون او ۲۰۰ زره کسانو په یو ځای باندې طواف کولو ځای پیدا شی.
http://iqna.ir/fa/News/3362723

captcha