IQNA

د ګوګل مشر پرانیستې لیک د مسلمانانو نه حمایت

1:26 - December 16, 2015
د خبر لمبر: 3463649
نړیواله ډله: له فیسبوک مشر نه پس دا ځل د ګوګل مشر یو پرانیستی لیک کې د سراسر نړۍ مسلمانانو نه د اسلام ویرولو څپو په خلاف د حمایت اعلان کړی.


د قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د « Tech2» خبرونو بنسټ نه په نقل، د مارک زاکر برګ، د فیسبوک جوړوونکې او د ګوګل مشر د دونالد ترامپ له اړخه د اسلام خلاف اظهاراتو په اړه چی امریکه کې د مسلمانانو راتللو باندې بندیز غوښتنه کړی مسلمانانو سره خواخوږی کړی.

دونالد ترامپ، د امریکا جمهوریخواه ګوند مشر چې 2016 کې د امریکې ولسمشری انتخاباتو ته ولاړ دی خپل یو تقریر کې دا وړاندېز مخی ته کړی وو چې ترهغه پورې چې ترکومې د هیواد مسئولان خطره محسوس کوی د مسلمانانو امریکې ته راتللو باندې بندیز اولږی.

هغه د مسلمانانو په اړه د یو بنسټ جوړولو غوښتنه هم وکړه چې په کې د مسلمانانو اطلاعات لیکلې وی او مسلمانان د نظر لاندې وساتلې شی. دا اسلام مخالف اظهارات د امریکه سیاست کوونکو، هنرمندانو، مسلمانانو او .... اعتراض سره مخامخ شوی او د جمهوریخواه ګوند انتخاباتو لپاره خوښه کې کمی راغلی.

ساندار پیچای، د ګوګل مشر خپل لیک کې لیکلې دی: اجازت نه ورکوو چې ویره زمونږ ارزښتونه له منځه وېسی، مونږ باید د مسلمانانو نه او امریکه کې نورو اقلیتونو نه حمایت وکړو.

له دې نه مخکې زاکربرګ د فیسبوک مشر هم له مسلمانانو نه د حمایت اعلان کړی وو او ویلې وو نه باید مسلمانان پارېس کې د افراطی ډلو له حملو له سببه تبعیض شی.

هغه لیکلې وو: د پارېس حملو نه پس دا له نفرت نه ډک (د ترامپ د اسلام خلاف اظهارات) بیان، زه د مسلمانانو وېره درک کولې شم چې د نورو خلکو د کارونو له سببه هدف ګرځی.

http://www.iqna.ir/fa/News/3462913

captcha