IQNA

اسلام نه ویرولو سره مقابلی لپاره نیویارک کې د دینونو مشرانو غونډه + انځور

10:11 - December 19, 2015
د خبر لمبر: 3465741
نړیواله ډله: د نیویارک راکلند سیمی دینی عالمانو غونډه پیل کړه چې د اسلام نه ویرولو په خلاف په کالیفورنیا کې چې د مرګونې ډزو په کې زیاتوالی راغلې، په خلاف عمل څرګنده کړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د « USA Today» ورځپاڼی نه په نقل، په دې غونډه کې تقریبا د مختلفو دینونو ۵۰ کسانو د راکلند اسلامی مرکز کې ګډون وکړو چې د اسلام نه ویرولو پر ځی چې ځنی امریکائی ولسمشری کاندیدانو ورباندې ډېر زور ورکوی، د سولی او تړون ترویج وکړو.

په دې غونډه کې که څه هم د «دونالد ترامپ» نوم واخېستلې شو، خو ولی د هغه د مسلمانانو امریکا ته راتللو باندې مخنیوی خبره له سن برناردینو کاتالیزوری ترهګری حملی نه پس د اسلام خلاف چارې زایاتول محکوم شو.





ولدان مک ویلیامز، له نیویارک کلیسا «اسپرنګ ولی» هم وویل: مونږ دلته راغلی یو چې ووایو چې د فتنه نه ډکې، تاورتریخوالی او اورلږوونکې خبر چی د ټولو مسلمانانو خلاف کېږی، ورباندې سترګی نشو پټه ولی.

هغه ادامه ورکړه: هر هغه خبره چې د یو څو کسانو له وجهی ټولی ټولنی، دین یا یو قوم پسی تړلی شی، له تعصب نه ډکه او غیر منصفانه وی.





پائولامک دریل د یهودیانو مرکز«اورنج تاون» نیویورک کې هم په دغه غونډه کې له تورات نه د عبری ژبه یو څو آیتونه ولوستل، او بیا یی د هغی ژباړه کې وویل: مونږ ټول له یو بل خپلوان یو، مونږ ټول له یو مور او پلار نه یو، یو یو کس چې دلته موجود دی، یهودی، مسیحی او که مسلمان دی یو بل سره اړیکه لری. نو بس ډېرې داسی چاری دی چې زمونږ سره خپلو کې تړون جوړه وی او د اختلافی خبری ډېری کمی دی.





http://iqna.ir/fa/News/3463734

captcha