IQNA

په انګلیسې ژبه کې؛

فیس بک او ټوئیټر کې د پیغمبر صلی الله علیه و آله معرفی لپاره نړیواله کمپاین پیل شو

2:12 - December 21, 2015
د خبر لمبر: 3467528
نړیواله ډله: انګلیسې ژبه کې د پیغمبر صلی الله علیه و آله معرفی لپاره نړیواله کمپاین د مصر دارلفتوای له اړخه ټولنیزه چینلو کې پیل شو.

قرآنی خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسلامی نړیواله خبرونو بنسټ(ابنا) نه په نقل، دا نړیواله کمپاین د ربیع الاول میاشتې چې د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله زېږېدلو میاشت ده، سره د مصر دارالفتوای له اړخه د دغه دینی مرکز خبرونو ویبپاڼې له اړخه ټولنیزه چینل فیسبوک کې پیل شو.
د دې کمپاین پیل کولو هدف، د پیغمبر صلی الله علیه و آله زوکړې سره سم د سراسر نړۍ نه ۱۰ ملیونه غیر مسلمانان مخاطب کول دی.


دا کمپاین «محمد صلی الله علیه و آله د نفرت په مقابله کې د مینې لارښود» عنوان سره او د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله اخلاقی ارزښتونو هدف سره او په تېره د هغوی د رحمت، عشق او زغم ارزښت ښودلو هدف سره پیل شو.
ابراهیم نجم، د مصر ستر مفتې مرستیال په دې اړه وویل: دا کمپاین د اسلام نه وېرولو اقداماتو عملی ځواب دی چې په تیرو ورځو کې په غرب او په تېره امریکا کې دوه کړی.
هغه زیاته کړه: دې ته توجه سره چې د ترهګرو ډلو له اړخه د اسلام مخ یی له تاوتریخوالی سره او د دې دین نوم یی تحریف شوی وړاندې کړی، نو د دې کمپاین هدف د اسلام اصلی مخ وړاندې کول وو.
همدارنګه، د مصر دارالفتوای دې عنوان سره د ټولنیزه چینلو فیسبوک او ټوئیټر کې د کاران نظر اخیستلو او د هغوی په دې اړه نظر غوښتنه هم کړی.
3465658

captcha