IQNA

سید عیسی حسینی مزاری څرګنده کړه:

افغانستان کې شیعه او سنی ترمنځه اختلاف پیدا کولو لپاره د سعودي مزدورانو خطرناکه پروګرام

16:33 - January 18, 2016
د خبر لمبر: 3479780
نړیواله ډله: د کلتوري فعالیتونو مرکز «تبیان» مشر په افغانستان کې د عربستان له اړخه د شیعه او سنی اختلاف رامنځته کولو او د دغه هیواد ملي وحدت باندې برید کولو ناوړه پروګرام لري.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د (آوا خبرونو نه په نقل) د سید عیسی حسینی مزاری، د عربستان ستر عالم، آیت الله نمر باقر النمر شهادت په اړه پیل شوي مراسمو کې، د دغه عالم په شهادت رسولو کې د عربستان خپل اهداف ترلاسه کولو او د آل سعود دا اقدام د ایران، افغانستان او د نورو هیوادونو له اړخه محکوم کولو په اړه خبری وکړي.

همدارنګه هغه په دغه مراسمو کې د عربستان له اړخه افغانستان کې د انسانښت خلاف او د ترهګري فعالیتونه پيل کولو ته اشاره وکړه.

حسینی د افغانستان خلکو ترمنځه وحدت ته اشاري سره وویل: د عربستان ځنې مزدوران د افغانستان مسئلو نه ګټه اوچتولو کوښښ کې دې او بې درېغه پیسې خرچ کوی چې په دې هیواد کې د شیعه او سنی ترمنځه نوې ډله ډلبندي پيل کړي.

هغه ادامه کې وویل: باید مونږ هوښیار وسو او هره تجربه چې د دې مخنیوي کې په کار راځي ترې استفاده وکړو او په دې اړه مثبت قدمونه اوچت کړو او په تر اخیره پورې متحد وسو، تر دې چې دا توان ترلاسه کړو چې افغانستان کې یو با عظمته حکومت جوړ کړو او د اسلامی هیوادونو ترمنځه دې وخت د اسلامی احکام، اسلامی ښودو او علم وړاندې کولو په توګه وپېژندلې شو.

حسینی د افغانستان مشرانو ته به دغه هیواد کې د داعش پروګرام په اړه وویل: د داعش په نوم ترهګره ډله افغانستان کې دننه نشته او هيڅ یو افغانی په کې شتون نه لري او د هغې مشران او قوماندانان افغانی نه دي، خو ممکنه ده چې د ولسو نه د غریبي له کبله یو کس نیم په کې ګډون کړي وې.

هغه ګواښ څرګنده کړو: د دې جریان مشران افغانی نه دي، پانګه اچووونکې یی هم له دې هیواده نه دي، بلکې بهرنې لاسونه دې او ملګري دې بیدار وسې که چرې داعش په افغانستان باندې برلاسې شو نو نه به په شیعه رحم وکړي او نه په سنی باندې.

هغه ادامه کې وویل: زمونږ سنیانو روڼو باندې دا خبره څرګنده ده چې داعشیانو د عراق اهل سنتو سره څه وکړل، تر دې چې د هغې مذهبي ځایونه یی هم ویجاړ کړل، لکه څرنګه چې د شیعیانو مرکزونه ویجاړ کړې وو، او هم د شیعیانو ځوانانو نه سر پرېکولو سره سره د سنیانو ځوانانو نه یی هم سرونه پرېکړل، حتی ایزدیان چې مسلمانان نه وو په هغې هم رحم ؤ نکړو، په مسیحیانو یی رحم ؤ نکړو او همدارنګه شام کې هم ګورو چې په هیڅ څه رحم نه کوې دا انسانان نه دې حتی حیوانانو نه هم غورځېدلی دي.

http://iqna.ir/fa/news/3467511


captcha