IQNA

د روهینګیا اقلیت لپاره د اسلامی او قرآنی زدکړو بندیز

18:50 - August 21, 2016
د خبر لمبر: 3480153
نړیواله ډله: د میانمار چارواکي د روهینګیا په لسګونو مسلمانان ښوونکې مجبور کړې چې لیک ژمنه باندې لاس لیک وکړې چې دوې به د قرآن کریم او نورې اسلامی ښودنې نورې نه تدریس کوې.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Treckat.com خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، ځنې محلې څارونکې دا باور لرې چې دا اقدام د میانمار چارواکي د روهینګیا مسلمانانو د قرآن کریم او اسلامی ښودنې ترلاسه کولو سره اسلامی هویت د دغه هیواد «آراکان» ولایت لپاره په راروان وخت کې خطره کې وینې.
د دې راپور له مخې، د میانمار چارواکي په د روهینګیا مسلمانانو په لسګونو ښوونکې د منګنو ښار جنوب کې را غوښتلې او په زور یی پرې لیک ژمنه باندې لاس لیک اخیستلې چې د هغې په رڼا کې نور دا ښوونکې د قرآن کریم او د اسلامی تعلیماتو ښودنې حق نه لرې.
همدارنګه د روهنیګیا مسلمانان معلمان د میانمار چارواکي ګواښ ورکړې چې د دې تړون لیک نقض کولو په صورت کې به هغوي لس کالو نه زیات په زندان محکوم کږې. همدارنګه هغوي ته یی دا اعلان کړې چې په راوان وخت کې به د دې هېواد د چارواکو د کنترول لاندې وي.
شواهد څرګنده وې چې د میانمار چارواکي کوښښ کوي دا اقدامات په د آراکان ولایت(د مسلمانانو ولایت) نورو ښارونو او سیمې کې هم اجرا کړې.
یادښتونه، د میانمار چارواکو د دې هیواد مخکېني په نظامي حکومت کې د روهینګیا ډېر جوماتونه او جوماتونه له دغه سیمې د ولس په خلاف د تاوتریخوالي نه ډکو پېښو نه ورستو په کال ۲۰۱۲ کې بند کړې وو او سره د دې چې دې هیواد کې دیموکراسي بدلون راغلې او نوې نظام په کې راتلونکې دې خو ولی د روهینګیا جوماتونو او د مدرسو په نظام نه دی بدل شوی.
http://iqna.ir/fa/news/3523481


captcha