IQNA

د هند لکهنو کې د شیعیانو او اهلسنتو سره یوځای د جمعه لمونځ

0:25 - September 26, 2016
د خبر لمبر: 3480209
نړیواله ډله: د هند لکهنو تاریخي ښار په جومات کې شیعیانو او اهلسنتو سره یوځای د جمعه لمونځ د ایران زیارتونو او حج انسټیټیوټ مشر حجت الاسلام سید مهدی علیزاده موسوي په شتون کې پيل کړو.
د هند لکهنو کې د شیعیانو او اهلسنتو سره یوځای د جمعه لمونځ

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ټایمز آف انډیا ورځپاڼې نه په نقل، تېره جمعه د لکهنو تاریخي جومات پیر محمد شاه کې د جمعه لمونځ شیعیانو او اهلسنتو سره پیل کړو او مسلمانانو ته یی د اتحاد پيغام خپور کړو.

دا پروګرام د شیعیانو او د اهلسنتو ترمنځه فاصلې کمولو لپاره پیل شو.

سره د دې چې د لکهنو دا جومات د هندوستان د اهلسنتو له اړخه اداره کېږي او لمونځ په کې د اهل سنتو عالم منان قاري په امامتۍ کې کېږي بیا هم د هند د مسلمانانو فردی حقوقو ادارې مشر کلب صادق او حجت الاسلام سید علیزاده موسوي سره د یو شمېر شیعیانو په دغه جومات کې لمونځ وکړو.

حجت الاسلام علیزاده موسوی د لمانځه نه ورستو خپل تقریر کې د شیعیانو او اهل سنتو یوځای کېدل د افراطي ډلو ایډیالوژۍ سره مقابلې لپاره ضروري وټاکل او وې ویل: دا ایډیالوژۍ د مسلمانانو ترمنځه د اتحاد وړولو یوه دسیسه ده.

هغه زیاته کړه: د ایران او هندوستان عالمان او خلک باید د اړیکو محکم کولو او د اتحاد خپرېدو لپاره یوه مشترکه کمېټۍ‍ جوړه کړې.

علیزاده هم درانګه وویل: قرآن کریم په رڼا کې د شیعیانو او اهل سنتو ترمنځه فرق نشته او مونږ هم باید دارنګه فرق ته قایل نشو.

http://iqna.ir/fa/news/3532390


captcha