قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ترکی «ینی شفق» ورځپاڼې نه په نقل، مصطفی جبار ۶۵ کاله عمر لري او د ترکی د عشاق ولایت د سیواسلی ښار اوسېدونکې دي.
د ترکی دی زړه روښانه د قرآن یوه لرغونې نسخه د ترکی په عشاق ولایت کې اسکندر پالا کتابتون ته ډالی کړه.
مصطفی جبار خپلو خبرو کې د قرآن کریم اهمیت او د لرغونې نسخو نه حفاظت په اړه وویل: دا نسخه په کال ۱۹۰۴ کې چاپ شوی او د آیتونو سره د عثمانی دور د ترکی ژباړه هم لیکلې شوی چې دا ډول لیک د دې اهمیت نور هم زیاته وی.
هغه په خپلو خبرو کې څرګنده کړه: پلار می د یو جومات پیش امام وو، دا قرآن د هغه نه ما ته پاتې دی. د پلار له مړګه پس د دې قرآنی نسخې نه حفاظف کولو او په هیڅ یوه بیه مې نه دې خرڅ کړی، زما په خیال د دې قرآن لپاره له ټولو نه ښه ځای کتابتون دې ځکه چې دارنګه به ترې ټول خلک ګټې ترلاسه کړي.
http://iqna.ir/fa/news/3585952