IQNA

د روهینګیا مسلمانانو لپاره د درملتون جوړښت

18:04 - May 01, 2017
د خبر لمبر: 3480499
نړیواله ډله: د اندونیزیا حکومت وعده ورکړی چې د اندونیزیا مسلمانانو سره د مرستې هدف سره د هغوي لپاره یو درملتون جوړه وي.
د روهینګیا مسلمانانو لپاره د درملتون جوړښت

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «آنتار انیوز» نه په نقل، د اندونیزیا د بهرنۍ چارو وزیر د روهینګیا مسلمانانو سره د مرستې لپاره د یو درملتون چې څلور زره مېټر مربع مساحت لري جوړولو خبر ورکړي.

رتلو مرسودی د خبریالو سره په ناسته کې اعلان کړي چې د اندونیزیا حکومت د انساني ضروري مرستو لپاره لنډ مهالیزه پروګرامونو ترسره کړل او اوس لوي مودې مختلفو پروګرامونو ته یی لکه روغتیا لاس اچولې.

هغه وویل: تقریباْ ټول سریزه پروګرامونه یی د درملتون لپاره لکه اجازت اخیستل، د جوړولو طرحه او بودجه ټاکل ترسره کړي.

هغه څرګنده کړه چې دا درملتون به د روهینګیا مسلمانانو سره مرستې لپاره ډېر زر جوړېږي.

د جمهوری اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو چې د جمعه په ورځ یی د آسه آن غونډه کې ګډون وکړو او راروانه غونډه به د میانمار بهرنې چارو وزیر«آنگ سان سو چی»، سره مخامخ لومړی ځل پيل کوي.

د میانمار حکومت، د روهنیګیا مسلمانانو سره چې د دغه هیواد اصلی او لرغونې اوسېدونکې دی مجبور کړي چې بنګالی شونې باندې اعتراف وکړې او یا زندانی شی او یا په نا معلومه ځایونو کې په خېمو کې د ګډوالو ژوند تېر کړي.

د روهینګیا بې شمېره مسلمانان په میانمار کې د نسل وژنې نه نجات لپاره د دغه هیواد نه ګاونډي ملکونو ته هجرت کولو باندې مجبور شوې، خو ولی یا په لار کې د انساني قاچاقبرو له لاسه او یا په سمندر کې د ډوبي نه چې ځان وساتې نو دغه ګاونډې هیوادونو کې بیا هم له ستونزو سره مخامخ وي.

http://iqna.ir/fa/news/3594020


captcha