قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د NST خبرونو نه په نقل، د مالیزیا لومړی وزیر په خپل پیغام کې اعلان کړې: د قرآن کریم حرمت د رمضان المبارک میاشته کې د ترهګري پېښو، ډله ییزې وژنې او له تاوتریخوالی سره ځنې کسانو د اسلام په نوم، سپکاوې کړي.
هغه زیاته کړه: دا جنایات د قرآن کریم لارښودو سره په ټکر دی چې د رحمت، انسانیت او عدالت باندې تاکید لري.
رزاق وویل: که دا ستونزې حل نشې نو ډېر زر به د قرآن پاک ښکلې مخ په دې غلط تصوراتو کې پټ شې.
هغه زیاته کړه: مسلمانان باید له یو بل سره د قرآن کریم لمانځلو او لارښوونو کې همکارۍ وکړې او د افراطی ګرۍ او تاوتریخوالی هره خبره او اړیکه چې اسلام ته یی نسبت ورکړې کېږي خپلو هڅو سره یی شا وتمبه وي.
نجیب تون رزاق وویل: مالیزیا د یو اسلامی هیواد په توګه نه یواځې دا چې دا اعتقاد لري بلکې زیاتې هڅې کوې چې د قرآن کریم ښودو ته عملی جامه واغوستله وې، او د ټولو مسلمانانو لپاره د قرآن کریم په اصولو باندې د عمل لاره خلاصه کړي.
په مالیزیا کې د «د قرآن کریم د نزول ورځ» د یو اسلامی اختر عنوان دی چې د رمضان المبارک میاشته وې چې حضرت محمد صلی الله علیه و آله باندې د قرآن کریم د نزول شورو په مناسبت سره لمانځلې کېږي.
http://www.iqna.ir/fa/news/3608779