IQNA

د سوریې عسکرو پرمختګ ته دوام ورکړی دی

12:01 - January 07, 2018
د خبر لمبر: 3480941
نړیواله ډله: دغه راز رسنیو د سوریې په دیرالزور کښې په غرانیج ښار کښې له ډیموکراټیکو کرد ځواکونو سره د داعش ډلې د سختوجنګونو خبر ورکړ.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، ایرنا خبری اژانس وایی دسوریې پوځ د ریف دمشق ولایت په ختیځ کښې د تیرو څو ورځو دپرمختګونو په دوام کښې پرون هم د حرستا ولسوالۍ په ختیځ کښې څو نوی سیمې له ترهګرو ازادې کړې .
د سوریې د ریف دمشق ولایت په ختیځ کښې له ترهګرو سره دپوځ په جګړو کښې جنګی الوتکو په حرستان کښې دترهګرو ډلو په مرکزونو حملې وکړې او حکومتی عسکر وتوانیدل د«اداره مرکبات» په خوا کښې ځینې سیمې له ترهګرو پاکې کړی .
د سوریې پوځ له تیرې پنجشبې ورځې راهسې په اداره مرکبات سیمه کښې چې په غوطه شرقی کښې د پوځ ترټولو ستر پوځی مرکز دی دخپلو ځواکونو دکلابندۍ د ماتولو په هدف سره په دغه سیمه کښې دموجودو ترهګرو پرضد عملیات پیل کړی دی .
دغه راز رسنیو د سوریې په دیرالزور کښې په غرانیج ښار کښې له ډیموکراټیکو کرد ځواکونو سره د داعش ډلې د سختوجنګونو خبر ورکړ.
دغه جنګونه له تیرې ورځې راهسې پیل شوی او دسوریې کرد ځواکونه هڅه کوی دغه سیمه ونیسی .

captcha