IQNA

په سورئې کې د ایران شتون د سلاکارۍ او ددغه هیواد د حکومت په رسمی غوښتنې سره دی

22:45 - February 10, 2018
د خبر لمبر: 3481036
نړیواله ډله: دایرانۍ بې پیلوټه الوتکو ادعا او هم دصهونیسټ رژیم دتیریګرې الوتکې په نسکورونې کې دایران د لاسوهنې چتی خبره.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دایران دخارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی نن په یولړ څرګندونو کې دسورئې په خاورې کې دصهونیسټ رژیم د دجنګی الوتکو وروستیو تیریو او دسورئې دپوځ دهوافضا دفاعی نظام په لاس د هغوی د یوې ایف شپاړس ډوله جنګی الوتکې دنسکوریدا په غبرګون کې زیاته کړې،سوریه د یوه خپلواکه هیواد په توګه د خپلې مځکنۍ بشپړتیا د روا دفاع او له هر ډول بهرنی تیری سره دمقابلې حق لری،او صهونیسټ رژیم په دروغو او پر نورو دخبرو په تپلو سره چې د دغه ناروا رژیم یوه همیشنۍچاره ده،دسیمې دمسلمانوملتونو په ضد دپرخپلو تیریو او جنایتونو برغولی نشی کیښودلی .
بهرام قاسمی روښانه کړې ده،دایرانۍ بې پیلوټه الوتکو ادعا او هم دصهونیسټ رژیم دتیریګرې الوتکې په نسکورونې کې دایران د لاسوهنې چتی خبره ، له ملنډې زیاته څه نه ده ، چې پرې څه ووئیل شی،ځکه چې اسلامی ایران په سورئې کې د سلاکارۍ شتون لری او هغه هم د هغه هیواد دقانونی اوروا حکومت په غوښتنې سره دی .
د سورئې دپوځ دفاعی یونټونو نن سهار وختی د صهونیسټ رژیم دپوځ یوه ایف شپاړس ډول جنګی الوتکه نسکوره کړې ده .
http://parstoday.com/ps/news/iran-i65327

captcha