د فلسطين د اطلاع رسونې د مرکز د رپوټ له مخې د اسلامي تعاون د تنظيم مشر يوسف بن احمد العثيمين په يوې بيانيه کښې قدس شريف ته د پاراګوئه د سفارت انتقال د نړيوالو قوانينو او په دې زمينه کښې د ملګرو ملتو د ټولو مصوبو او پرېکړليکونو څرګنده خلاف ورزي وبلله او د ملګرو ملتو د امنيت له شورا يې وغوښتل چې په دې زمينه کښې دې په خپلو دندو عمل وکړي.
د اسلامي تعاون د ادارې عمومي سېکتر دې ته په اشارې سره دغه غېر قانوني اقدام هيڅ ډول د رواوالي حق نه پېدا کوي وويل، د دغه تنظيم سرمشرانو د ترکيې په استنبول کښې په خپله وروستۍ غونډه کښې فېصله وکړه چې د هغو هېوادونو په خلاف چې خپل سفارت قدس ته منتقلوي په سياسي او اقتصادي اقداماتو لاس پوري کړي.
د فلسطين د بهرنيو چارو وزارت هم تېره ورځ په يوې بيانيه کښې د پارګوئه اقدام له فلسطيني ولس سره واضحه دښمني وبلله او تاکيد يې وکړ چې دغه اقدام غېر قانوني دے او په دې اقدام سره يې د فلسطين د خلقو حقوق او نړيوالې معاهدې تر پښتو لاندې کړې دي.
امريکې د مۍ په څوارلسمه او ګوئټېمالا د مۍ په شپاړسمه نېټه خپلې خپلې سفارتخانې له تل ابيبه قدس شريف ته منتقلې کړې.