د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، داعش ترهګرې ډلې چې د امریکا او عربستان ملاتړ ورته حاصل دی، پرون د یو ویډیو فایل په خپرولو سره وویل چې د دغې ډلې دریو کسانو د اهواز په ترهګر برید کښې رول درلود.
له دې مخکښې الاحوازیه ترهګرې ډلګۍ د ایران د وسله والو ځواکونو د پریډ په مراسمو کښې د اهواز ښار پر خلکو د حملې پړه منلې وه.
د داعش لخوا خپره شوې ویډیو ښودنه کوي چې د اهواز د ترهګرې حملې عاملیت د داعش او الاحوازیه ترهګرو ډلګیو لخوا یو ګډ اقدام و او دغه دواړه ډلګۍ په سعودي عربستان پورې پیئلې دي.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i76709