د ایکنا د خبریال د راپور له مخې، د اسلامی وحدت د درې دیرشم نړیوال کنفرانس په لومړي ورځ د سهار مهال ویش پای ته د رسیدو وروسته د وحدت لمونځ سوریي د لوي مفتي شیخ عبداللطیف فرفور په امامتۍ کښې ترسره شو.
د اسلامی وحدت د درې دیرشم نړیوال کنفرانس پرانیستا مراسم نن د ایران د ولسمشر او د نړۍ د ۹۳ هیوادونو پوهاندو په شتون سره ترسره شو.
د ماسپښین د اذان سره سم د کنفرانس په حال کښې موجود ټولو میلمنو، د سوريي د لوي عالم شیخ عبداللطیف فرفور په امامتۍ کښې د وحدت لمونځ ادا کړو.
د ۹۳هیوادونو نه ۳۵۰ شخصیتونه او د اهل سنت او شیعه عالمانو نه ۲۵۰ شخصیتونه په دغه کنفرانس کښې شتون لري. همدارنګه د دغه کنفرانس د پایی مراسم به د آبان میاشتې ۲۵ باندې د ماښام او ماخستن لمانځه نه وروستو د صدا او سیما په تالار کښې ترسره کېږي او د کنفرانس د پایي بیانیه به لولي کېږي.
https://iqna.ir/fa/news/3857163