IQNA

د فلسطين د علماو اتحاديې د پېړۍ معامله نومې نژاد پرستانه پلان سره ملګرتيا او ملاتړ حرام اعلان کړ

21:30 - February 02, 2020
د خبر لمبر: 3482756
نړیواله ډله: د فلسطين د علماو اتحاديې د پېړۍ معامله نومې نژاد پرستانه پلان سره د ملګرتيا او د هغه د ملاتړ په حراموالي تاکيد وکړ.
د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو له ویبپاڼې څخه په نقل، د العهد خبري سائيټ د رپوټ له مخې په غزه کښې د فلسطين د علماو د اتحاديې مشر مروان ابوراس د اسلامي نړۍ له علماو وغوښتل چې د خپلو پېروکارو لپاره دې د پېړۍ معامله نومې امريکائي – اسرائيلي پلان سره په مخالفت کښې خپله شرعي فتوا جاري کړي.ابوراس تاکيد وکړ، د پېړتۍ سپېره معامله د فلسطين د ملت او بيت المقدس په خلاف يو هراړخيز جنايت دے او ورسره مقابله يو شرعي او ملي فريضه ده.
د فلسطين د علماو د اتحاديې يو شمېر نورو غړيو هم له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو عادي کول او ښه کول د فلسطيني ملت په خلاف جنايت وګڼۀ.
له فلسطينيانو نه علاوه د مختلفو هېوادونو خلقو هم له احتجاجي مظاهرو په کولو سره له دغه نژاد پرستانه پلان سره خپل مخالفت اعلان کړ.
https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i87698
captcha