د مسجد النبي صلی الله علیه و آله د چارو د مشر ویاند د مخنیوي اقداماتو په اړه وویل: د مسجد النبي د چارو مشر د اقداماتو د تعقیب لپاره چې له دې مخکې ټاکلې شوې و څیړنه کړې او غونډې یې ترسره کړې دي.
هغه زیاته کړه: د مخنیوۍ د اقداماتو کچه لوړولو، د همغږۍ لوړولو، د ډاکټرانو د ټیمونو زیاتول او په مسجد النبي صلی الله علیه و آله کې د هغې استوګن کول د بحران د اداره کولو، د حرم په لرغونې برخه کې د کارکونکو کمول، په زیارت کې وینټیلیشن زیاتول او د مسجد النبي صلی الله علیه و آله په هره یوه ګنټه کې د ضد عفوني کولو عملیاتو کې زیاتوالۍ له هغه اقداماتو دي چې په دې غونډه کې پرې ټینګار وشو.
د دې ادارې بل پروګرام، د جنازې په مراسمو کې چې د پیغمبر صلی الله علیه و آله په جومات کې ترسره کېږي د ملګرو د شمیر کمول دي. په دې ډول چې یواځې لس ګډون کونکو ته به د فاصلې په خیال ساتلو سره اجازت ورکړ کېږي.
3953047