IQNA

د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان ترمینځ د روغې جوړې موافقه (مقاله)

16:43 - November 06, 2021
د خبر لمبر: 3484916
تهران (ایکنا) -د پاکستان  حکومت او دتحریک طالبان(ټي ټي پي) ډلې د عمومي اور بند  دټينګیدا په باب  دافغانستان په خوست ولایت کې  له دوو اونیو خبرو اترو وروسته  یوې موافقې ته سره ورسیدل.

د  پاکستان ډان خپرونې په انټرنیټي سایټ کې  راپور ورکړی،دغه موافقه ، د  لورو ترمینځ  د اعتماد د رامینځةکولو لپاره  داسلام اباد د حکومت  له خوا د ټي ټي پی  ډلې  د یو شمیر وګړو د خوشي کولو سره مشروطه کړائ شوي ده.

 د پاکستان لومړي وزیرعمران خان په همداوروستیو کې اعلان کړی، حکومت ئې د وسلو پر مځکه  کیښودلو ته دهڅونې لپاره  دتحریک طالبان ډلې له ځينو ډلګیو سره  په خبرواترو  بوخت دی . د عمران خان دغه څرګندونې ښئ چې د اسلام اباد حکومت د ټي ټي پي  ډلې له ځينو داسې  ګروهنو او ډلګیو سره مخامخ دی چې په دې وخت کې ترجیح ورکوي،له ځینو سره په موافقې کولو سره تحریک طالبان ډله په کمزوري کولو سره،دغه سرزوري ډله پيزواني کړائ شي .

وئيل کیږي ،دغه ډله  دپاکستان د حکومت په مخالفت کې تر ټولو ځيږه او وحشي ډوله  او پیاوړي وسلواله ډله ده چې تر یوه حده  د پاکستان د  پوځ د استخباراتي  ادارې آئي ایس آئي  له سیوري په بهر کې عمل کوي .

په پاکستان کې د سیاسی مسئلو یو کارپيژاند عبدالباسط  په دې اند دی چې  تحریک طالبان ډله تر ډیره حده  د پاکستان امنیتی اورګانونه او د دوي چارواکي او دغه راز  عام خلک  هم په نښه کوي او په ځينو وختونو کې پر  کمزورو ځایونو هم حملې کوي  او دا اندیښنه هم شته چې  تحریک طالبان ډله   په افغانستان او پاکستان کې د چین هغې موخې هم په نښه کوي چې د پاسکتان لپاره مسئولیّت  منونکي دي . 

 په افغانستان کې د طالبانو ډ لې له ولکې  مخکې ، د پاکستان پوځ  په پراخو عملیاتو ترسره کولو سره  دتحریک طالبان وګړي ، د پاکستان دخاورې پریښودو ته اړ کړي او  د خوست ولایت په شاوخوا کې د افغانستان په خاورې کې  دیره کولو ته مجبوره کړل ، خو  د  کابل  په نسکورید او په افغانستان کې دطالبانو و اک ته په رسیدا سره،د پاکستان حکومت،د اسلام اباد حکومت د نسکورولوپه اړه د هڅې لپاره د دغه هیواد د حکومت د مخالفو وسلوالو ډلوپه بیلګه ګرځیدا اندیښمن دی . ،ځکه  داسې ښکاري  د پاکستان د حکومت  مخالفې  وسلوالې او افراطي ډلې ټپلې  په افغانستان کې د طالبانو دکړچار په تمه دی  چې د تاؤتریخجنو  او افراطي ډ لو له خوا د پاکستان دحکومت د راتلونکي لپاره  جدي  ګواښ هم کیدلی شي . 

په پاکستان :ې  دسیاسي چارو یوه کارپوهه او لیکواله عایشه صدیق هم په دې اند د ه ، چې داعش ترهه ګره ډله  په پاکستان کې ځاي غورځنګونو او ډلو ټپلو ته  د لاس رسي سټراټژي  هم پخپل پروګرام کې لري ، په هغو کې  تحریک طالبان ډله ددغې ملګرتیا موضوع کیدلی شي چې د اسلام اباد حکومت لازیات اندیښمنوي .  

په هرحال،د پاکستان حکومت په دې تصوّر دی ، چې  له تحریک طالبان ډلې سره  له اړونده ډلګیو سره په موافقې سره په افغانستان کې د امنیت  او آرامښت له ټينګیدا سره مرسته کولی شی.ځکه ددغې ډلې وګړي په افغانستان کې دیره دي او په افغانستان کې د طالبانو واکوالۍ لپاره  سرخوږی رامینځةکولی شي . په تیره بیا دا چې  دغه شک هم په طالبانو کې شته چې تحریک طالبان ډله  د داعش ترهه ګرې ډلې  په ملګرتیاسره  د طالبانو  او د افغانستان د ولس په ضد خپلې حملې زیاتولی شي،چې په جدی توګه   په افغانستان کې د امنیت د ټينګیدا لپاره  د طالبانو توانمنۍ تر پوښتنې لاندې ورولي .

captcha