IQNA

د مصر په ارتودکس کلیسا کې ددینونو دخبرواترو مرکز پرانیستل شو

19:20 - November 08, 2021
د خبر لمبر: 3484927
تهران(ایکنا) - په پخواني مصر سیمې کې په مارجرجیس ارتودکس کلیسا کې د مصر  د یو شمیر مسیحي شخصیتونو په شتون سره ددینو ترمینځ د خبرواترو او مطالعاتو مرکز پرانیستل شو .

ایکنا خبری اژانس دالیوم السابع له قوله راپور راکړ ،دغه مرکز د لړم دمیاشتې په پنځلسمه نیټه د مصر د انګلیکن  پادری کلیسا سره اړونده د سکندریه سیمې د پادریانو د رهبر سامي فوزي، د افریقا د څوکې اوشمال او د دوهم تئوډوروس او دغه راز د (بطریرک) دارتودکس دمسیحیانو د لوړروتبه روحانیونو په شتون سره  افتتاح شو .

سامي فوزي په دغو دستورو کې پخپلې وینا کې د دینونو د خبرواترو او مطالعاتو د مرکزمخ کتنې ته په اشارې سره،دغه اقدام د دینونو له خبرواترو سره په اړونده بدائ فعالیتونو کې یو مهم ګام وباله.

هغه زیاته کړي ده،اسقفي کلیسا هڅه کوي چې د اسلامی مسیحي د مطالعاتو مرکز؛مطران منیرحنا؛ هم افتتاح کړي اودمصر  د کلیساګانواهتمام  د مسیحیّت او اسلام د اړیکو پياوړي کول دي . ددغه راپور په اساس ،ټاکل شوې ده ، ددینونو دخبرواترو  اومطالعاتو تازه تاسیس شوی مرکز د دینونوترمینځ د خبرواترو او د مینځني ختیځ د کلیساګانو د شورا  او د  مصر د کلیساګانو د شورا  د خدمت په زمینې کې اغیرشیندونکي خدمات ترسره کړي .

https://iqna.ir/fa/news/4011465/%D8

captcha